ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې انارګل دوديزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه

په کندهار کې انارګل دوديزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه

author avatar
26 Apr 2019 - 10:51
په کندهار کې انارګل دوديزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه
author avatar
26 Apr 2019 - 10:51

کندهار (پژواک، ۶ غویی ۹۸): په کندهار کې انارګل دوديزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه چې د بېلابېلو ولايتونو او پښتونخوا سلګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د ادب مينه والو په کې ګډون کړى وو.

مشاعره د کندهار ښار په عينو مېنه کې د ماخوستن په اتو بجو پيل او تر نیمې شپې يې دوام وکړ.

سږ کال د دغې مشاعرې ځانګړتیا دا وه چې د سولې په نوم جوړه شوې وه او ډېر شعرونه د سولې په اړه وو.

د مشاعرې په پيل کې د کندهار والي حیات الله حیات د ولسمشر پیغام ولوست چې د انارګل دودیزې کلنۍ مشاعرې او مېلې په جوړېدو یې خوښي ښودلې وه.

په پیغام کې راغلي وو، په ټولنه کې د سولې، زغم، تعاون او نورو معنوي ارزښتونو د عامولو لپاره فرهنګي هڅې ګټورې تمامېږي.

ولسمشر کندهار د افغانستان د تاریخ او فرهنګ مهم مرکز یاد کړی و چې د دغسې ادبي ناستو او کلتوري مېلو په پرکت د هېواد په فرهنګي وده کې مهم نقش ادا کولای شي.

دغه راز په پیغام کې یادونه شوې وه چې انار ګل مشاعره د افغانستان د معاصر ادب د تاریخ ښکلې پاڼه ده چې هر کال لا ښکلې او رنګینه کېږي او د یوې ښې عنعنې د پاللو طریقه دا ده چې د ټولنې بدلوونکو اړتیاو ته په پام وشي او وخت په وخت بهتري په کې راشي.

د کندهار والي د خپلې وینا په یوې برخه کې وویل چې دا ځل انارګل مشاعره سولې ته ځانګړې شوي او له شاعرانو یې وغوښتل چې په خپلو شعرونو کې د سولې موضوع ته لومړیتوب ورکړي.

د مشاعرې لومړی شعر د قومونو او قبایلو چارو وزیر ګل اغا شېرزي واوروه چې د سولې په اړه یې لیکلی و، ورپسې له کابل، ننګرهار، خوست او نورو ولایتونو څخه راغلیو شاعرانو مطیع الله تراب، شرر ساپي، جواس سودايي، سراجي او نورو خپل شعرونه وړاندې کړل.

ترنم او د سولې اړوند تمثیلي ټوټه هم د دغې مشاعرې برخه وه.

له خوست څخه راغلي شاعر مطیع الله تراب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغسې دودیزې مشاعرې او غونډې د افکارو د تبادلې لپاره ښه فرصت دی.

هغه زیاته کړه، ورته دودیزې مشاعرې او فرهنګي غونډې پرګنې سره نښلوي، د راتلونکو نسلونو ذهنونه روښانه کوي او د فکري رغونې په برخه کې مهم رول تر سره کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.