د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امنيتي ځواکونو زابل کې د طالبانو له زندانه ٥٣ کسان خوشې کړي

امنيتي ځواکونو زابل کې د طالبانو له زندانه ٥٣ کسان خوشې کړي

Apr 26, 2019 - 10:33

کابل(پژواک، ۶ غويى ۹۸): د کورنيو چارو وزارت وايي چې امنيتي ځواکونو د زابل ولايت په داى چوپان ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه ٥٣ نظامي او ملکي کسان خوشې کړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پژواک اژانس ته وويل چې د هغو عملياتو په ترڅ کې چې تېره شپه په يادې ولسوالۍ کې تر سره شوي ٥٣کسان خوشې شوي دي.

هغه زياته کړه چې په خوشې شويو کسانو کې ٣٦د ملي اردو او کومانډو سرتېري، ٨پوليس، يو د ملي امنيت کارمند او اته عام وګړي شامل دي.

د نوموړي په خبره، هغه اته طالب وسله وال چې ددغه زندان ساتنه يې کول ، وژل شوي دي.

ملي دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ٥٣کسانو د خوشې کېدو پخلى کړى دى.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement