ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ایران د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي”

“ایران د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي”

author avatar
26 Apr 2019 - 09:18
“ایران د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي”
author avatar
26 Apr 2019 - 09:18

کابل (پژواک، ٦غويى ٩٨) : په افغانستان کې د ایران سفير وايي چې هېواد يې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې دي چې د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتر څخه د غويي په ٦مه پژواک اژانس ته رالېږل شوې ده .

سرچينه زياتوي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، نن د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر محمد رضا بهرامي سره وکتل.

خبرپاڼه کې ويل شوي چې دواړو خواوو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر او د دوه اړخیزو همکاریو پر پياوړتيا بحث وکړ.

د ایران سفیر وویل، چې هېواد يې د افغانانو په مشرۍ، کنټرول او مالکیت د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

په دې کتنه کې همدا شان د افغانستان د ثبات لپاره د سیمه ییزې اجماع په څرنګوالي هم بحث وشو.

دغه راز د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب تېره ورځ مازیګر مهال په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د هند له سفیر ویني کمار سره ولیدل.

لیدنه کې دواړو خواوو په مختلفو موضوعاتو په ځانګړې توګه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر، اقتصاد او د پانګونې په انکشاف کې د افغانستان پر رغنده رول بحث او نظریات شریک کړل.

د هېواد د ملي امنیت سلاکار له افغانستان سره بېلا بېلو برخو کې د هند هېواد د دایمي مرستو قدر داني وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.