د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د خالد او الفتح عمليات دې بند او بين الافغاني مذاکرات دې پيل شي"

"د خالد او الفتح عمليات دې بند او بين الافغاني مذاکرات دې پيل شي"

Apr 26, 2019 - 15:41

خوست ښار (پژواک، ٦ غويی ۹۸): د لويې پکتيا يو شمېر پخواني مجاهدين او قومي مشران وايي چې د خالد او الفتح په نومونو پيل شوي پوځي عمليات دې بند او بين الافغاني مذاکرات دې پيل شي.

د خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو ددغو پخوانيو مجاهدينو او قومي مشرانو په وينا جګړه او د يو بل پروړاندې پوځي عمليات نه يواځې دا چې ستونزې نه شي حلولی، بلکې هېواد نور هم د بحران خواته بيايي.

دوی چې د غويي د اتمې د مجاهديدنو د بريا د ورځې په مناسبت جوړې شوې غوندې ته خبرې کولې دغه رازله ولسمشر محمداشرف غني وغوښتل چې د تېر په څير دې يوځل بيا د روژې په مبارکه مياشت کې اوربند اعلان کړي.

پخواني جهادي مشر او په ديني چارو کې د ولسمشر سلاکار مولوي محمدسردار ځدراڼ غونډې ته وويل تېرو څلور لسيزو جنګ جګړو ثابته کړه، چې له مذاکراتو او خبرو اترو پرته هېواد کې سوله نه شي راتللی.

نوموړی وايي چې لا هم د سيمې د استخباراتي کړيو په اشاره په هېواد کې جګړه روانه ده او هره ورځ سلګونه بې ګناه افغانان وژل کيږي او د دوی هيله دا ده چې ښکېلې ډلې نور د جنګ پر ځای مذاکراتو ته لومړيتوب ورکړي.

دی وايي: ((اوس موږ د ولسمشر نه هيله دا ده چې راتلونکي روژه کې که طالبان اوربند اعلانوي او يا نه، دی دې دا جرئت يو ځل بيا وکړي او په روژه کې دې اوربند اعلان کړي. طالبانو نه مو هم دا هيله ده چې د خدای په خاطر نور افغانان مه وژنئ، تاسو هم اوربند اعلان کړئ، چې دا رمضان په امن کې تېر شي)).

مولوي سردار ځدراڼ همدا ډول خپلو خبرو کې د حکومت له مشرانو جدي غوښتنه وکړه چې د سولې روانو خبرو په منځګړيتوب کې دې د لويې پکتيا مجاهدينو او مشرانو ته ونډه ورکړي، ځکه د هغه په  وينا چې دوی ددې صلاحيت لري.

هغه د ګواښ په ډول وويل که حکومت ددوی دا غوښتنه ونه مني، نو خپله به لاس په کار شي او له طالبانو سره به بين الافغاني مذاکرت پيل کړي.

هغه زياتوي: ((پښتو کې يو متل دی چې د طوطي په ژبه طوطي پوهيږي، د طالب سره په ژبه مجاهد او عالم ښه پوهيږي، د ولسمشر نه مو هيله دا ده چې که سوله غواړي د لويې پکتيا مجاهدينو او ديني عالمانو ته دې د سولې په روانو خبرو کې ونډه ورکړي)).

د پکتيکا له نکې ولسوالۍ څخه ورغلي يو تن پخواني جهادي قوماندان کليم الله دغې غونډه ته وويل چې هېواد کې د روانې جګړې او وينې توييدنې ترشاه ډېرې کونډې او يتيمان پاتې شول.

دده په وينا، ددې لپاره چې دا لړۍ نوره پای ته رسيدلې وي، نو اړينه ده چې جنګ کې ښکېلې خواوې ژر تر ژره اوربند اعلان کړي او د بين الافغاني مذاکراتو له لارې خپلو کې تفاهم ته ورسيږي.

ده زياته کړه: ((غوښتنه مو دا ده چې د ولس له منځ نه داسې بې طرفه کسان راپورته شي چې حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وکړي، ځکه د اوربند ګټه دا ده چې نور به وينه نه توييږي او نه به کونډې او يتيمان به افغانستان کې کيږي)).

د غفور ګل په نوم ددغې غونډې د يو بل ګډونوال په وينا چې د سولې روانې خبرې اترې به تر هغې مثبته پايله له ځان سره ونه لري، څو چې ښکېلې ډلې اوربند ونه کړي او د پرديو له فشار څخه ځانونه راونه باسي.

نوموړی وايي:((بايد اوربند وشي ځکه اوربند د ټولو افغانانو لپاره په ګته دی. دا کوم طالبان چې د حکومت خلاف جنګيږي دا زموږ وروڼه دي او اوربند دې وکړي او له حکومت سره چې په کومه طريقه وي سوله وکړي)).

د لويې پکتيا دغه پخواني مجاهدين او مشران داسې مهال له ښکېلو ډلو د اوربند غوښتنه کوي، چې ښايي څو ورځې وروسته د افغان سولې په باب له شاوخوا درې زره کسانو څخه جوړه د سولې مشورتي لويه جرګه دايره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement