د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ميدان وردګ،کندوز، بغلان او کوچيانو د حوزې د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان شوې

د ميدان وردګ،کندوز، بغلان او کوچيانو د حوزې د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان شوې

Apr 26, 2019 - 12:16

کابل(پژواک، ۶ غويى ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ميدان وردګ،کندوز، بغلان او کوچيانو د حوزې د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې، خو تراوسه د پکتیا او کابل ولايتونه د ټاکنو پايلې نه دي اعلان شوې.  

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په رسمي پاڼه کې الحاج عبدالاحمد درانی، عبدالرحمن وردګ، محمد مهدي راسخ، حلیمه عسکري و انجنیر حمیده اکبري د ميدان وردګو د استازيو په توګه اعلان شوي دي.

دغه راز الحاج عبدالرووف ابراهیمي، انجنیر کمال صافی، شاه خان شیرزاد، انجنیر محمدالدین همدرد، محمدالله بتاش، حاجي محمد عمر خان، فضل کریم ایماق، نیلوفر جلالي کوفي او ډاکتر فاطمه عزیز د کندوز ولايت د استازو په توګه ولسي جرګې ته لاره موندلې ده .  

 الحاج اسدالله شهباز، محمد عظیم محسني، عتیق رامین، الحاج مامور احمدزی، ډاکتر محمد نسیم مدبر، الحاج استاد عبدالرزاق هاشمي، شکریه عیسی خېل او نوریه حمیدي د بغلان ولايت د استازو په توګه ولسي جرګې ته لار موندلې .

د کوچيانو له حوزې الحاج شاه وزیر تره خېل، حبیب الرحمن افغان، میرویس حسین خېل، ننګیالي لونګ، حاجي پرویز عرب زاده، الحاج حیدر جان نعیم زوی، رسول خان کوچي، حمیده احمدزۍ، مریم سلیمان خېل او فرزانه کوچۍ ولسي جرګې ته د کوچيانو د استازيو په توګه لار موندلې.

د ولسي جرګې ټاکنې د تېر کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه په ۳۲ ولایتونو او د لړم په پنځمه په کندهار ولایت کې ترسره شوې؛ خو دا ټاکنې د ځینو مواردو او مخالفتونو شتون له امله په غزني ولایت کې ترسره نه شوې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement