د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غني: د ولسمشرۍ تر ټاکنو به چاته له ملت سره د جفا اجازه ور نه کړم

غني: د ولسمشرۍ تر ټاکنو به چاته له ملت سره د جفا اجازه ور نه کړم

Apr 26, 2019 - 16:16

کابل(پژواک، ۶ غويى ۹۸):  ولسمشر غني کودتاچيانو ته د اجازې نه ورکولو ترڅنګ وويل چې  د ولسمشرۍ تر ټاکنو به چا ته له ملت سره د جفا اجازه ور نه کړي.

دغه څرګندونې ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ولسي جرګې نویو استازو ته په خپله ویناکې د ملي شورا د اوولسمې تقنيني دورې د پرانیستې پرمهال وکړې.

په پیل کې د ولسي جرګې موقت ريیس عطامحمد دهقانپور د وکیلانو په استازیتوب خبرې وکړې .

هغه وویل، نن د افغانستان د خلکو پر وړاندې ژمنه کوو چې را سپارل شوې دندې یانې قانونګذاري، د حکومت پر کړنو څارنه او د خلکو استازیتوب په ښه توګه ترسره کوو، تر څو د هغوی د ارزښتناک باور وړ وګرځو او د دولت د درې ګونو قواوو تر منځ د ګډې همکارۍ فضا رامنځته کړو.

هغه زیاته کړه :(( موږ ځان مکلف ګڼو چې له دوه نورو قواوو سره په تعامل د خپلو خلکو په خدمت کې واوسو، د ملي ګټو او مصالحو پر مبنا خپل مسوولیتونه ترسره او خپل واکونه د اساسي قانون مطابق اعمال کړو.))

ورپسې ولسمشر غني د ملي شورا د شپاړسمې دورې د وژل شويو استازو په حق کې د مغفرت دعا ترڅنګ د ولسي جرګې نویو استازو ته د نویو مسوولیتونو مبارکي وویله او هغوی ته یې د بریا هیله وکړه. همدارنګه یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو روح ته چې د ټاکنو د امنیت د تامین په خاطر یې ځانونه قرباني کړل، دعا وکړه او هغوی یې د ولسواکۍ ساتندویان وبلل.

 غني وویل، نن د ملت په کور کې د ځوانو وکیلانو پراخ حضور د نوي افغانستان زېری له ځان سره لري. که څه هم زموږ د نظامي او ملکي ادارو لویه برخه ځوانان جوړوي، خو اوس لیدل کېږي چې زموږ د هېواد د ملي شورا اکثریت غړي هم  د ولسواکۍ د عصر تعلیم یافته ځوانان دي.

د هېواد جمهورريیس د ټاکنیزو کمېسیونونو خپلواکي او د هغوی په چارو کې نه لاسوهنې ته په درناوي څرګنده کړه، حکومت د هغو بنسټونو استقلالیت ته چې اساسي قانون ورکړی، بشپړ درناوی لري او په چارو کې یې هیڅ ډول مداخله نه ده کړې.

هغه زیاته کړه، د کابل ولایت د استازو خالي ځای د منلو نه دی او باید دا خلا د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان په خاطر د یو ضرب العجل په ټاکلو ډکه شي.

غني څرګنده کړه، قانون ګذاري، د خلکو استازیتوب او د حکومت څارنه کې د ولسي جرګې د رول په درک کولو سره تاسو ټولو دولتي اسنادو ته په لاسرسي لرلو سره کولای شئ ملي او محلي لومړیتوبونه تفکیک کړئ او له اجرائیه قوې سره په همدلۍ  د حکومت پر کړنو څارنه له مغرضانه شکل څخه لرې او په ملي او هدفمنده پروسه بدله کړئ.

نوموړي زیاته کړه، د تېرو دورو اشتباهات باید تکرار نه شي.

محمد اشرف غني تحمیلي جنګ، د طالبانو او تروریستي ډلو د تمویل لپاره مستقیمه بهرنۍ مداخله په هېواد کې د جنګ عمده دلایل وبلل او ويې ویل، د دې ټولو ترڅنګ د ځواکونو په تعیناتو او ځای پرځای کولو کې د سلګونو سیاسي او غیر ملي سلیقو موجودیت د امنیتي او دفاعي تدابیرو د کمزورۍ او پڅوالي لامل وو. اصلاحات او تقویت مو پیل کړی. د اصلاحاتو او زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا پر وړاندې یې سلګونه خنډونه ایجاد کړل، خو ويې نه شو کولی چې هغه ودروي.

غني زیاته کړه، د ملت او امنیتي ځواکونو هیله داده چې ملي شورا د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړي، انګیزه ورکوونکي ـ معنوي او سیاسي حامي په توګه واوسي.

هغه وويل : (( زه باور لرم چې تاسې به له پخوانۍ دورې څخه په زیات تفاوت د امنیتي سکتور له مشرتابه سره ستراتيژیکه همکاري ولرئ او  په دغو حساسو شرایطو کې به د پخوا خلاف ځانونه سلیقه يي خواهشاتو، بې ځایه ګومارنو او نورو چارو کې بوخت نه کړئ.))

ولسمشرغني بې وزلي د هېواد لویه ستونزه وبلله او د بې وزلۍ د له منځه وړلو، د امنیتي ځواکونو د تمویل او وطنوالو ته د خدماتو برابرولو لپاره یې اقتصادي انکشاف یوه څرګنده اړتیا وبلله. هغه زیاته کړه، سخته اړتیا لرو تر څو خپلې اوبه مهار او خپل کانونه استخراج کړو، نوي نسل ته تعلیم او مهارتونه ور زده کړو، نه بې ګټې معلومات.

غني وویل:(( زموږ خلکو بار بار ثابته کړې چې مرکزیت پلوي او په ټول هېواد کې د قوي او  د قانون عملي کولو ته ژمن دولت غوښتونکي دي. د افغانستان مرکزي ادارې هم باید افغانستان محوره شي او د متوان پرمختګ لپاره خپل ټول کوښښونه وکړي. هغه زیاته کړه، زموږ د محلي حکومتولۍ ستراتیژي د عملي کېدو په حال کې ده او زه ژمن یم چې ولایتونو او ښاروالیو، ولسوالیو او د افغانستان کلیو ته کافي واکونه برابر کړم.))

هغه د سولې بهیر او په هیواد کې د ثبات تامین کې د ملي شورا رول ارزښتناک وباله او ويې ویل: (( سوله زموږ لومړنۍ اړتیا ده. د سولې منسجمه او منظمه طرحه مې برابره کړې، هغې ته متعهد او ورباندې باورمند یم.  زما د طرحې په اساس به هیڅ مذاکره او معامله چې د پارلمان شین کارت له ځانه سره ونه لري، ونه شي.))

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، ډاډه واوسئ چې تاسو به د سولې ټیم اساسي برخه یاست. د سولې په پروسې مالکیت یعنې دا چې د ملت استازي په ابهام کې نه وي. هغه زیاته کړه، تاسو ته ډاډ درکوم چې د سولې رمز زموږ په یووالي کې دی.

غني زیاته کړه، جمهوري نظام به تداوم وکړي او دا د عزت وړ ملت دی نه د سرټیټۍ، پاشل کېدو او هر ځل له صفر څخه د پیلېولو. ذلت او سرټیټي د دښمن ده.

ده وويل، هغوی چې د ابهام، شک او بدګومانۍ په خپرولو سره زموږ د ملي وثیقې یانې اساسي قانون کوښښ کوي، کودتاچیانو ته ورنږدې دي، زه ورته وایم چې د کودتا عصر تېر شوی.

جمهوررئیس  د ملي شورا استازو ته په خطاب کې وویل، دا د ملي شورا وجیبه ده چې د خپل مقام یانې له خلکو څخه د وکالت چې یوازې په جمهوري نظام کې ممکن دی، دفاع وکړي او له نورو ټولو سیاسي برخو او د دولت اساسي ارکانوسره واټن د فکر او نظر له پلوه صفر کړي. 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement