د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نن د ملي شورا اوولسمه تقنيني دوره پرانیستل کېږي

نن د ملي شورا اوولسمه تقنيني دوره پرانیستل کېږي

Apr 26, 2019 - 09:40

کابل (پژواک، ٦ غویی ۹۸): ټاکل شوې چې نن د ولسمشر له لوري د ملي شورا اوولسمه تقنیني دوره پرانيستل شي.

ټاکل شوې وه چې دغه شورا تېرکال د کب په ١٦مه د ولسمشر له لوري پرانيستل شوې واى، خو د ټاکنو د پايلو د نه اعلان له امله په ټاکل شوي وخت پرا نه نيستل شوه .

د ولسي جرګې ټاکنې د تېر کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه په ۳۲ ولایتونو او د لړم په پنځمه په کندهار ولایت کې ترسره شوې؛ خو دا ټاکنې د ځینو مواردو او مخالفتونو شتون له امله په غزني ولایت کې ترسره نه شوې.

د ټاکنو له مهالوېش سره سم، ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم په نولسمه او وروستۍ پایلې یې د تېر کال لېندۍ میاشتې په ۲۹مه اعلان شي؛ خو د ټاکنو له ترسره کېدو نږدې شپږ میاشتې وروسته لا هم د کوچیانو حوزې، کابل، میدان وردگ، پکتیا، بغلان او کندوز ولایتونو وروستۍ ټاکنیزې پایلې نه دي اعلان شوي.

تر اوسه د خلکو د استازو په توګه ۱۶۹ کسانو ټاکنیزې وثیقې ترلاسه کړې دي.

ملي شورا په داسې حال کې نن پرانیستل کېږي چې د کابل ولایت او د ځینو نورو ټاکنیزو حوزو مخکښو نوماندانو ویلي چې ملي شورا باید د ټولو ولایتونو د وروستیو پایلو له اعلان مخکې پرا نه نیستل  شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement