د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې انارګل دوديزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه

په کندهار کې انارګل دوديزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه

Apr 26, 2019 - 10:51

کندهار (پژواک، ۶ غویی ۹۸): په کندهار کې انارګل دوديزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه چې د بېلابېلو ولايتونو او پښتونخوا سلګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د ادب مينه والو په کې ګډون کړى وو.

مشاعره د کندهار ښار په عينو مېنه کې د ماخوستن په اتو بجو پيل او تر نیمې شپې يې دوام وکړ.

سږ کال د دغې مشاعرې ځانګړتیا دا وه چې د سولې په نوم جوړه شوې وه او ډېر شعرونه د سولې په اړه وو.

د مشاعرې په پيل کې د کندهار والي حیات الله حیات د ولسمشر پیغام ولوست چې د انارګل دودیزې کلنۍ مشاعرې او مېلې په جوړېدو یې خوښي ښودلې وه.

په پیغام کې راغلي وو، په ټولنه کې د سولې، زغم، تعاون او نورو معنوي ارزښتونو د عامولو لپاره فرهنګي هڅې ګټورې تمامېږي.

ولسمشر کندهار د افغانستان د تاریخ او فرهنګ مهم مرکز یاد کړی و چې د دغسې ادبي ناستو او کلتوري مېلو په پرکت د هېواد په فرهنګي وده کې مهم نقش ادا کولای شي.

دغه راز په پیغام کې یادونه شوې وه چې انار ګل مشاعره د افغانستان د معاصر ادب د تاریخ ښکلې پاڼه ده چې هر کال لا ښکلې او رنګینه کېږي او د یوې ښې عنعنې د پاللو طریقه دا ده چې د ټولنې بدلوونکو اړتیاو ته په پام وشي او وخت په وخت بهتري په کې راشي.

د کندهار والي د خپلې وینا په یوې برخه کې وویل چې دا ځل انارګل مشاعره سولې ته ځانګړې شوي او له شاعرانو یې وغوښتل چې په خپلو شعرونو کې د سولې موضوع ته لومړیتوب ورکړي.

د مشاعرې لومړی شعر د قومونو او قبایلو چارو وزیر ګل اغا شېرزي واوروه چې د سولې په اړه یې لیکلی و، ورپسې له کابل، ننګرهار، خوست او نورو ولایتونو څخه راغلیو شاعرانو مطیع الله تراب، شرر ساپي، جواس سودايي، سراجي او نورو خپل شعرونه وړاندې کړل.

ترنم او د سولې اړوند تمثیلي ټوټه هم د دغې مشاعرې برخه وه.

له خوست څخه راغلي شاعر مطیع الله تراب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغسې دودیزې مشاعرې او غونډې د افکارو د تبادلې لپاره ښه فرصت دی.

هغه زیاته کړه، ورته دودیزې مشاعرې او فرهنګي غونډې پرګنې سره نښلوي، د راتلونکو نسلونو ذهنونه روښانه کوي او د فکري رغونې په برخه کې مهم رول تر سره کوي.

د مشاعرې نورو برخه والو هم د مشاعرې له بهير څخه خوښي ښودله او ويل يې چې مسوولينو د انارګل مشاعرې لپاره د تېر په پرتله ښه انتظام کړى و.

د يادونې ده چې د پسرلي له پيلېدو سره سم د هېواد په زياترو برخو کې په بېلابېلو نومونو دودیزې مشاعرې جوړېږي چې د بېلابېلو ولایتونو سلګونه کسان په کې ګډون کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement