ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې لاریون پر تاوتریخوالي اوښتی

بغلان کې لاریون پر تاوتریخوالي اوښتی

author avatar
27 Apr 2019 - 11:21
بغلان کې لاریون پر تاوتریخوالي اوښتی
author avatar
27 Apr 2019 - 11:21

پلخمری (پژواک، ۷ غویی ۹۸): په بغلان کې لاريون چې د کابل- شمال لويه لار یې د ترافيکو پر مخ تړلې ده، په تاوتریخوالي اوښتی او له پولیسو سره په نښته کې یې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ټاکنو کمېسيون د جمعې په شپه د يو شمېر نورو ولايتونو په ګډون د بغلان د ولسي جرګې وروستۍ پايلې هم اعلان کړې خو د بغلان سلګونو اوسېدونکو د دغه ولايت د پايلو له اعلان سره مخالفت وکړ او په غبرګون کې يې لاریون وکړ او د کابل- شمال لويه لار یې د ترافيکو پر مخ وتړله.

د لاريون کوونکو له ډلې ذبیح الله د غويي په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ د خپل حق غوښتنې لپاره لاريون کړى او حکومت بايد د دې زغم ولري.))

دى وايي چې امنيتي ارګانونو د ولسي جرګې نوماند محبوب الله غفاري له وروستي لېسته د پاتې کېدو په موخه بندي کړى چې دوی يې د خلاصون په موخه لويه لار تړلې ده.

دغه راز بل لاریون کوونکی مولوي عبدالقیوم هم وايي چې پر محبوب الله غفاري لګول شوي تورونه او نیول کېدل یې د هغه د ناکامولو په موخه ترسره شوي دي.

ده زياته کړه: ((موږ تر هغه خپلو دغو مدني حرکتونو ته ادامه ورکوو، څو غفاري صاحب را خوشی شي.))

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې امنيتي مسوولينو په کابل کې د بغلان ولايتي شورا پخوانى غړى او ولسي جرګې ته نوماند محبوب الله غفاري نيولى دى.

همدارنګه بل لاريون کوونکي هارون پژواک ته وويل چې تېره شپه پوليسو پر لاريون کوونکو ډزې کړې چې په ترڅ کې يې يو کس وژل شوى او شپږ نور ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې د بغلان د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر عبدالحلیم غفاري پژواک ته وويل چې د لاريون له سيمې پنځه ټپيان او يو جسد روغتون ته انتقال شوي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د امنيې قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت پژواک ته وويل: ((موږ ته کورنيو چارو وزارت امر کړى چې د وزارت له اجازې پرته به له رسنيو سره خبرې نه کوئ.))

بغلان کې په داسې حال کې د يوه نوماند په پلوۍ لاريون ترسره کېږي چې تېره ورځ د ملي شورا اوولسمه تقنيني دوره د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پرانيستل شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.