د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ دیني عالمان: طالبان دې د روژې په احترام اوربند وکړي

د بلخ دیني عالمان: طالبان دې د روژې په احترام اوربند وکړي

Apr 27, 2019 - 16:15

مزارشريف (پژواک، ٧ غويی ٩٨): په مزارشريف ښار کې يو شمېر ديني عالمانو د افغان سولې په تړاو د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې روژې مياشتې ته د احترام په پار دې اوربند اعلان کړي.

دوی چې په يو‎ې غونډه کې سره راټول شوي وو، د سولې له روانې پروسې د ملاتړ تر څنګ پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او بين الافغاني خبرو ته کېني.

دوی زياته کړه، تر هغه چې بين الافغاني مذاکرات پيل نه شي، سوله نه شي ټينګېدای.

په دې غونډه کې ديني عالم سيد محسن حسيني وويل چې د افغانستان د جګړې يواځېنۍ حل لاره سوله ده او بايد طالبان بين الافغاني خبرو ته حاضر شي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ ټول افغانان سره وروڼه يو، نو بايد خپلې ستونزې په خپله حل کړو؛ ځکه بهرنيان نه شي کولی په يواځي ځان زموږ ستونزې حل کړي.))

ده له ټولو افغانانو او سياسي احزابو وغوښتل چې د افغان سولې ټينګښت په برخه کې دې خپلې مرستې زياتې کړي.

ديني عالم رحمت الله بزرګ هم د جګړې له دواړو لورو غوښتنه وکړه چې روژې مياشتې د احترام لپاره دې اوربند اعلان کړي.

نوموړی زياتوي: ((د روژې مياشت د خدای تعالی د رحمتونو مياشت ده، نو پر همدغه بنسټ بايد طالبان او افغان حکومت د جګړې پر ځای اوربند وکړي؛ څو په روژه کې د وينې تويولو مخه ونيول شي.))

هغه د افغان سولې په اړه له روانې پروسې د ملاتړ تر څنګ د سولې جوړېدونکې مشورتي جرګې په تړاو خپله خوشبيني څرګنده کړه او زياته يې کړه چې دا جرګه کولای شي له سولې سره مرسته وکړي.

يوه بل ديني عالم سيدعلي صالحي هم له حکومت او نړيوالې ټولنې غواړي څو د سولې خبرو لپاره داسې کسان وټاکل شي چې په تېرو جګړو کې يې برخه نه وي اخيستې.

نوموړی د سولې پر عالي شورا د نيوکې تر څنګ غوښتنه کوي چې د سولې خبرو اترو لپاره دې ملي ګټو ته ژمن افغانان وټاکي.

دی زياتوي: ((که طالبان واقعآ افغانان وي نو بايد د مبارکې روژې په پار له روانې جګړې لاس واخلي او خلک دې پرېږدي څو خپل عبادات په ښه توګه ترسره کړي.))

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ورته غونډې ترسره شوې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan