ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست په زندان کې کتابتون جوړ شو

د خوست په زندان کې کتابتون جوړ شو

author avatar
27 Apr 2019 - 19:03
د خوست په زندان کې کتابتون جوړ شو
author avatar
27 Apr 2019 - 19:03

خوست ښار (پژواک، ۷ غويی ۹۸): د خوست د مدني ټولنو د يو شمېر غړو او ځوانانو له خوا په رضاکارانه ډول د دغه ولايت په مرکزي زندان کې کتابتون جوړ شو.

دغه کتابتون چې نن د (غويي ۷مه) د بنديانو پرمخ پرانيستل شو، سياسي، ټولنيز، فرهنګي، ديني او نورو بېلابېلو برخو کې شاوخوا يو نيم زر ټوکه کتابونه په کې موجود دي.

که څه هم دغه کتابتون د ځای او کتابونو له پلوه دومره غني نه دی، خو د مدني ټولنې د دغو فعالانو او ځوانانو پر وينا بنديان کولای شي چې خپله د مطالعې تنده يو څه پرې ماته کړي.

ددغه ولايت د مدني ټولنې يو فعال يعقوب جان ستوری چې د دغه کتابتون په جوړولو کې يې فعاله ونډه اخيستې وايي چې د بنديانو د اصلاح او سالمې روزنې لپاره په زندان کې د کتابتون موجوديت ډېر اړين دی.

دی وايي: ((زندان بايد د بنديانو لپاره يواځې د شکنجې او کړاو ځای نه وي، بلکې د هغوی د اصلاح او د تهذيب په يو مرکز يې بدل کړو، نو په همدې موخه موږ د مدني ټولنې غړو او ځوانانو دا کار ترسره کړ.))

په همدې حال کې د خوست د مرکزي زندان د تعليم او تربيې امر لومړی څارن حضرت ګل وايي چې له دې وړاندې دوی د خوست په مرکزي زندان کې د بنديانو لپاره دا ډول کتابتون نه درلوده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، که څه هم په دې سره په زندان کې تر يوه بریده د کتابتون اړتيا پوره شوې، خو يو څه چې دوی ورته اوس هم اړتيا لري هغه د درسي کتابونو نه موجوديت دی.

هغه زياتوي: ((د خوست په زندان کې ۲۸۰ بنديان په څلورم، پنځم او شپږم ټولګيو کې زده کړې کوي، له دې لوړ کتابونه موږ نه لرو، غوښتنه مو دا ده چې موږ سره په دې برخه کې مرسته وشي.))

په ورته وخت کې د خوست مرکزي زندان بنديان که له يوې له خوا د دغه کتابتون په جوړيدو خوښي څرګندوي خو له بلې خوا غوښتنه کوي چې اوسنۍ ځای د کتابتون لپاره مناسب نه دی او يوه پراخ ځای ته اړتيا لري.

يو تن بندي نور احمد شاه وايي: ((موږ ته بايد يوه ځانګړې کتابخانه جوړه شي، ځکه موږ په خپلو خونو کې د مطالعې لپاره ځای نه لرو، د خوست له تجارانو مو غوښتنه ده چې دې برخه کې همکاري وکړي.))

د محمدنعيم په نوم يو بل بندي پژواک اژانس سره په خبرو کې کتابتون په جوړيدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې دا د بنديانو د ارام او فکري رغونې لپاره بهترين فرصت دی.

هغه زياته کړه: ((تاسو ته دا ښکاره ده چې کتاب يو ښه ملګری دی او په دې زندان کې له کتاب پرته موږ بل ښه ملګری نه لرو او په ډېرو خبرو او ناستو موږ ستړي شوي يو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.