کندهار (پژواک، ۷ غویی ۹۸): په کندهار پوهنتون کې د پانګونې د جلب او چابهار بندر په اړه کنفرانس جوړ شو چې په کې د دغه بندر له لارې د صادراتو او وارداتو په برخه کې پر ستونزو او اسانتیاوو خبرې وشوې.
په کنفرانس کې د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب، د کندهار پوهنتون چارواکو، د سوداګرۍ خونې چارواکو، سوداګرو او له مرکز څخه راغلي پلاوي ګډون کړی وو.
له مرکز څخه د چارو د ادارې د پلاوي مشر زلمي حلیمي وویل، د کنفرانس موخه د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او صنعتکارانو تر منځ د اړیکو پياوړي کول او تجربې شریکول دي.
نوموړي له سوداګرو وغوښتل چې د چابهار بند اړوند خپلې ستونزې په لیکلې بڼه له دوی سره شریکې کړي څو دوی یې تر مرکزي ادارې ورسوي.
د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وویل، ولسمشر غواړي دغه ولایت په اقتصادي او سوداګریز زون بدل کړي.
خو هغه زیاته کړه چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره باید د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.
د ده په خبره، په کندهار کې د صنعت په برخه کې تر ټولو عمده ستونزه د برېښنا کمښت دی چې باید په لومړي ګام کې ورته پاملرنه وشي.
د دې تر څنګ هغه یادونه وکړه چې د وچې او لندې مېوې لپاره دې نړیوال بازارونه وموندل شي او د هوايي هلېزونو تر څنګ دې د ځمکنیو لارو په برخه کې هم اسانتیاوې برابرې شي.
منیب له افغان سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل چې د سوداګرۍ او صنعت د ودې په موخه دې د نړۍ له سوداګرو او صنعتکارانو سره اړیکې ټینګې کړي.
د کندهار پوهنتون رییس د چابها بندر اړوند خبرې وکړې او ویې ویل چې افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی او له نړۍ سره د کراچۍ بندر له لارې خپلې ډېرې راکړې ورکړې او معاملې تر سره کوي.
خو ده زیاته کړه چې دا لاره له پاکستان سره د کړکېچنو سیاسي روابطو له کبله تل له ستونزو سره مخ وي او تر ډېره د هغه هېواد له خوا د سیاسي فشار او موخو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.
دی وايي، د افغانستان حکومت دا حساسیت درک کړی او تر ډېره د داسې بدیل په لټه و چې خپل تجارت او ټرانزیټ د یوه ځانګړي هېواد له انحصاره وباسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن