ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې تېره میاشت د طالبانو، امنیتي سرتېرو او ملکي وګړو تلفات

په غزني کې تېره میاشت د طالبانو، امنیتي سرتېرو او ملکي وګړو تلفات

author avatar
27 Apr 2019 - 15:44
په غزني کې تېره میاشت د طالبانو، امنیتي سرتېرو او ملکي وګړو تلفات
author avatar
27 Apr 2019 - 15:44

غزني ښار (پژواک، ٧ غويی ٩٨): د غزني والي وايي چې په تېره يوه مياشت کې پر وسله والو طالبانو شاوخوا سل عملياته ترسره شوي چې په ترڅ کې یې ٢٥٣ طالبان، ٣٤ امنيتي سرتېري او اووه ملکي وګړي وژل شوي خو طالبان بيا دغه خبرې ردوي.

دا څرګندونې د غزني والي وحيدالله کليمزي د غويي په اوومه په مرکز غزني کې يوې خبري غونډې ته کړې دي.

کليمزی وايي چې په تېره يوه مياشت کې افغان او بهرنيو ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې پر طالبانو سل عملياته ترسره کړي چې له لاسته راړونو ډک وو.

ده وويل چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ٢٥٣ وسله وال طالبان وژل شوي، ٤٩ ټپيان شوي او ٤٠ نور ژوندي نيول شوي دي.

والي دا هم وويل چې د يادو عملياتو پر مهال ٣٤ امنيتي سرتېري وژل شوي او ١٧ نور ټپيان شوي دي.

د کليمزي د معلوماتو له مخې، د دغو عملياتو پر مهال اووه ملکي وګړي وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه: ((په تېر ژمي کې زموږ تشکيل کم و، خو اوس دغه ستونزه رفعه شوې او زموږ تشکيل پوره شوى دى، نور په دې برخه کې مشکل نه لرو.))

دى زياتوي چې ډېر ژر به د غزني په امنيتي وضعيت کې د پام وړ بدلون راشي؛ ځکه همدا اوس په ګېرو، خواجه عمري، اب بند، خوږياڼو او واغظ ولسواليو کې عمليات روان دي.

خو بل لور ته د غزني اوسېدونکي بيا له دغو عملياتو خوښ نه دي.

د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي محمد بشير پژواک ته وويل چې ډېرى وخت د شپني عملياتو پر مهال ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

هغه وايي: ((راځي د کورونو دروازې ماتوي، د خلکو کورونه پر ماينونو الوځوي او بيا خلک هم له ځانه سره بيايي چې دا حالت موږ ته نور هېڅ د منلو نه دى.))

خو بل لور ته طالبان بيا د غزني د والي څرګندونې ردوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.