ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د لومړنیو توکو نرخونه پرخپل ځای پاتې دي

په کابل کې د لومړنیو توکو نرخونه پرخپل ځای پاتې دي

author avatar
27 Apr 2019 - 18:20
په کابل کې د لومړنیو توکو نرخونه پرخپل ځای پاتې دي
author avatar
27 Apr 2019 - 18:20

کابل (پژواک، ۷غویی ۹۸): په کابل ښار کې د تېرې شنبه په نسبت، د لومړنیو توکو بیې له بدلون پرته پر خپل ځای دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشرمحمدهمایون پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر، ۵۰ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۳۶۰ افغانیو، ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۸۰۰ افغانیو، ۱۶ لیټره خورشید غوړي په ۱۱۲۰ افغانیو، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سیله وریجې په ۲۰۰۰ افغانیو، یو کیلوګرامه اندونیزیايي شین چای په ۲۸۰ افغانیو او یو کیلوګرامه افریقايي تورچای په ۳۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

په ځینو مواردو کې د توکو پرچون بیې له عمده نرخونو سره لږ او په ځینو کې بیا زیات توپیر لري.

د کابل ښار د تایمني په ۱۳ سړک د خوراکي توکو پلورونکي احمد صمیم وویل چې نن ۵۰ کیلوګرامه قزاقي اوړه په پرچون ډول ۱۴۵۰ افغانیو، ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۸۷۰، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سیله وریجې په ۲۴۰۰ افغانیو، ۱۶ لیټره خورشید غوړي په ۱۱۵۰ افغانیو، یو کیلوګرامه اندونیزیایي شین چای په ۳۰۰ او یو کیلوګرامه افریقايي تور چای په ۳۵۰ افغانیو پلوري.

د سوند توکو نرخونه هم پر خپل ځای دي.

د کابل ښار د وزیراباد تیلو ټانک کارکونکي عبدالهادي وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر، یو لیټر ډېزل په ۴۹ افغانیو او یو لیټر پترول په ۵۲ افغانیو پلوري.

دغه راز د کابل ښار تایمني څلور سړک کې ګاز پلورونکي احمدجاوید وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلو اوبلن ګاز په ۶۵ افغانیو پلوري.

د سرو زرو بیه همه له بدلون پرته پرخپل ځای ده.

د کابل ښار په تیمورشاهي واټ کې زرګر حاجي فواد احمدصالح زاده وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر د ۷۵۰ عیاره یو ګرام عربي سرو زرو د پلور بیه په ۲۶۵۰ افغانیو او ۵۸۵ عیاره یو ګرام روسي سره زر په ۲۱۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د یادو توکو بیې په داسې حال کې له بدلون پرته پر خپل ځای ولاړې دي چې په کابل ښار کې د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په مناسبت د غویې له ۷ مې تر ۱۲مې رخصتي اعلان شوې ده.

د هېواد په کچه د بهرنیو اسعارو د تبادلې تر ټولو لوی بازار د شهزاده سرای هم تړلی دی.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافي خاوند حاجي میرحسین صداقت د معلوماتو له مخې د غويي په ۵مه یو امریکايي ډالر په  ۷۷.۸ افغانیو او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۳۷ افغانیو پېرل کېدې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.