د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ځینې خوشې شوي بندیان: طالبانو به شکنجه کولو

ځینې خوشې شوي بندیان: طالبانو به شکنجه کولو

Apr 27, 2019 - 18:23

کابل (پژواک، ۷ غویی ۹۸): د طالبانو له زندان څخه د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ځینې خوشي شوو بندیانو چې دوه ورځې وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای کيږي، وايي چې به زندان کې شکنجه شوي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د اورزګان ولایت په اورزګان خاص ولسوالۍ کې د طالبانو له بند څخه د ۵۳ بندیانو د خوشې کېدو په مناسبت کابل کې په جوړه شوې غونډه کې د خبرو پرمهال وویل چې یاد بندیان د تېرې جمعې په شپه د بهرنیو ځواکونو په همکارۍ د افغان کومانډو ځواکونو له لوري ازاد شوي دي.

هغه وویل چې ۴۹ خوشي شوي بندیان د امنیتي ځواکونو منسوبین او څلور یې ملکي کسان دي، نوموړي له جزییاتو ورکولو پرته وویل چې یاد بندیان له دوه میاشتو تر دو کلونو له طالبانو سره بندیان وو.

نوموړي هغو امنیتي ځواکونو او ملکي کسانو ته په خطاب کې چې د طالبانو په زندانونو کې پراته دي وویل: ((پوهېږو ښايي تاسو زموږ غږ واورئ او کومانډو ځواکونه به ډېر ژر د تاسو خلاصون په موخه لاس په کار شي، اندېښنه مه  کوئ.))

د دفاع وزارت سرپرست وویل چې د دولت وسلوالو مخالفینو پر پټنځایونو د امنیتي ځواکونو برېدونه د هغوی روحیه کمزوري کوي او د دې برېدونو دوام په صورت کې به ((سیاسي معادلات)) هم بدلون ومومي.

نوموړي د سولې  له بهیر د ملاتړ ترڅنګ وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونه باعزت سوله غواړي.

هغه یادونه وکړه چې ټاکل شوې خوشي شوې بندیان له روغتیايي معایناتو دوه ورځې وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

په دې مراسمو کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ میلر همه وویل: ((لومړی غواړم د خلکو ژغورنې عملیاتو لپاره د افغانستان ملي اردو ته مبارکي ووایم، دلته له بند څخه د خوشې شوو بندیانو هرکلي ته راغلي یوو چې له کورنیو سره به یوځای شي.))

هغه زیاته کړه: ((طالبانو به دې وروستیو کې د الفتح په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل دا عملیات د افغانانو د هیلو پر ضد دي، موږ هڅه کوو څو تاوتریخوالی راکم کړو، د افغانانو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړي  او همکاري ورسره کوو.))

د بندیانو شکایت

د ملي اردو سرتېري او د بدخشان ولایت اوسېدونکي عتیق الله چې د طالبانو په زندان کې یې ۲۱ میاشتې تېرې کړي د نن ورځې په مراسمو کې وویل چې د طالبانو له لوري شکنجه شوی دی.

هغه زیاته کړه: ((د سهار له شپږو بجو د ماښام تر شپږو بجو طالبانو پر موږ سمڅې کیندلې او یوازې دوه وخته یې خواړه راکول.))

یارمحمد چې د ملي اردو کومانډو ځواکونو کې  یې دنده درلوده د ۵۳ خوشې شوو بندیانو له ډلې دی وویل چې ۹ میاشتې د طالبانو په زندان کې و.

هغه هم زیاته کړه چې د طالبانو له لوري شکنجه کېده او هره ورځ به یې د طالبانو په امر څو متره سمڅه کيندله.

نوموړي وویل چې طالبانو به پوځي بندیان وهل ټکول.

هغه زیاته کړه چې ډېر ژر خپله دنده پیلوي او له خاوري او ملي نوامیسو نه د دفاع او د دښمن د ځپلو لپاره به له پخوا څخه په قاطع ډول مبارزه وکړي.

شمیم د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی چې ورور یې د طالبانو له زندان څخه خوشې شوی وویل: ((ډېر خوښ یم چې ورور مې له طالبانو سره له دوه کلونو بند وروسته بېرته خوشې شو هېڅ باور می نه کېده چې بیا هغه ژوندی ووینم؛ خو و مې ليد له خدای تعالی څخه زر وارې شکرکوم.))

هغه وویل چې په تېرو دوه کلونو کې د خپل ورور د مړینې او ژوند په اړه یې هېڅ معلومات نه درلودل.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement