غزني ښار (پژواک، ٩ غويی ٩٨): امنيتي مسوولينو په غزني ولايت کې د ١٥ طالبانو وژل کېدو او پنځو نورو ټپي کېدو ادعا کړې ده.
د تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر له لوري د غويي په نهمه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو د غزني ښار اړوند په شهباز خان، د ګيلان ولسوالۍ په بلا او د مقر په خواجه خېلو سيمو کې عمليات کړي دي.
سرچينه وايي چې په دغو عملياتو کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي، پنځه نور ټپيان شوي او د وهاب په نوم د طالبانو يو مهم قوماندان ژوندى نيول شوى دى.
خو د غزني د والي وياند محمد عارف نوري بيا پژواک ته وويل چې تېره شپه په غزني ښار، ګيلان او د اندړو ولسواليو په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي.
دى وايي چې د تېرې شپې په عملياتو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ژوندي نيول شوي دي.
نوري په يادو جګړو کې د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن