ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داوودزی: له طالبانو مننه کوو چې خلک یې په جرګه کې له ګډون منعه نه کړل

داوودزی: له طالبانو مننه کوو چې خلک یې په جرګه کې له ګډون منعه نه کړل

author avatar
29 Apr 2019 - 14:01
داوودزی: له طالبانو مننه کوو چې خلک یې په جرګه کې له ګډون منعه نه کړل
author avatar
29 Apr 2019 - 14:01

کابل (پژواک، ۹ غویی ۹۸): د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون رییس دغه جرګه د هېواد په معاصر تاریخ کې تر ټولو لویه جرګه بللې او وايي، تر اوسه یې داسې راپورونه نه دي ترلاسه کړي چې طالبانو په دې جرګه کې خلک له ګډونه منعه کړي وي.

دغه جرګه نن له غرمې مخکې د کابل ښار د لویې جرګې په خېمه کې پیل شوه.

په دې جرګه کې د ولسمشرۍ ټاکنو ۱۲ نوماندانو، ځینو سیاسي ګوندونو، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي، د سولې عالي شورا غړي حاجي دین محمد او ځینو نورو کسانو ګډون نه دی کړی.

د جهادي مشرانو له ډلې یوازې عبدرب الرسول سیاف، عبدالهادي ارغندیوال، د صبغت الله مجددي زوی ذبېح الله مجددي، د حزب اسلامي مهم غړي قطب الدین هلال او قاضي محمد امین وقاد ګډون کړی دی.

خو د مشورتي جرګې د جوړېدو کمېسیون رییس محمد عمر داوودزي نن د یادې جرګې د پرانیستې پر مهال وویل، دغه جرګه د هېواد په معاصر تاریخ کې تر ټولو لویه جرګه ده.

د نوموړي د معلوماتو پر اساس، دغه جرګه ۳۲۰۰ غړي لري او د سفیرانو، وزیرانو او یو شمېر نورو حکومتي چارواکو په ګډون ۳۰۰ مېلمنو هم په کې برخه اخیستې ده.

د نوموړي په خبره، په دې جرګه کې د هېواد د ټولو طبقو او ټولو ولسوالیو استازي ګډون لري.

داوودزی وايي، دا جرګه ټول شموله ده او په ایران، پاکستان، او ځینو نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو استازو هم ګډون کړی دی.

هغه زیاته کړه: ((د مشورتي جرګې له جوړېدو مخکې موږ پر طالبانو هم غږ کړی و چې د خلکو د ګډون مخنیوی ونه کړي، له نېکه مرغه هېڅ داسې راپور مو نه دی ترلاسه کړی چې طالبانو په دې جرګه کې د خلکو د ګډون مخه نیول وي، له طالبانو مننه کوو او غوښتنه ترې کوو چې ولایتونو ته د جرګې د غړو د بېرته ستنېدو پر مهال دوی ته مزاحمت ونه کړي او پیغامونو ته یې غوږ شي او په خپلو تصمیمونو کې د جرګې د غړو له پیغامونو څخه استفاده وکړي.))

د لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون رییس وايي، جرګه د ولسمشر په خبرو پيلېږي او روسته ولسمشر د جرګې رییس ټاکي او وروسته د جرګې اداري پلاوی ټاکل کېږي.

هغه وویل، د جرګې ۳۲۰۰ غړي په ۵۱ کمېټو کې نن ماسپښين او سبا د سولې پر مسایلو کار کوي او درېیمه ورځ یې خپل راپورونه جرګې ته وړاندې کوو.

هغه وايي، د کمېټو د کار جریان نه ثبتېږي او نه خپرېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.