د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سولې مشورتي لویې جرګې ځيني ګډونوال د تېرو لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار لري

د سولې مشورتي لویې جرګې ځيني ګډونوال د تېرو لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار لري

Apr 29, 2019 - 16:34

 

کابل (پژواک، ٩ غویی ٩٨): د سولې مشورتي جرګې ځینو غړو د دوو لسیزو پر لاسته راوړنو په ځانګړې توګه ځوانانو او ښځو د موقف پر ساتلو د ټینګار تر څنګ د جګړې د پای ته رسولو او بین الافغاني خبرو د پیل غوښتنه وکړه.

دغه جرګه چې څلور ورځې به دوام ولري، د سولې خبرو د میکانیزم او اساسي کرښو د ټاکلو، د سولې د محدودیتونو او له طالبانو سره پر احتمالي سولې د توافق لپاره د اجماع په موخه جوړه شوې ده.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې کارکوونکې او د مشورتي جرګې یوې ګډونوالې زحل اتمر پژواک خبري اژانس ته وویل، په مشورتي جرګه کې یې ځکه ګډون کړی چې د سولې په خبرو کې د ښځو ۱۸ کلنې لاسته راوړنې وساتل شي.

هغې زیاته کړه، په هېڅ صورت باید پر دغو لاسته راوړنو معامله ونه شي.

دغه راز د کندوز د شهیدانو او معلولینو ریاست کارکوونکې او د جرګې بلې ګډونوالې عظیمې عیظیمي وویل: ((ما په دې جرګه کې ګډون کړی څو د خپلو خلکو په ځانګړې توګه ښځو غږ د جګړې تر ښکېلو لوریو ورسوم چې موږ له جګړې ستړي شوي یو او باید پر تل پاتې سوله توافق وکړي او د سولې په خبرو کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې وساتل شي.))

د جرګې بلې ګډونوالې هاجرې امیر کریمي چې د رسنیو په استازیتوب یې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون کړی وايي، د نن ښځې د دوه لسیزو مخکې ښځو په څېر نه دي، د افغان ښځو غږ لوړ دی او اړتیا نشته چې بل څوک یې استازيتوب وکړي، بلکې دوی ته باید له خپلو حقونو د دفاع فرصت ورکړل شي.

هغې په ډاګه کړه چې د بیان ازادي د هر هېوادوال حق دی او هېڅوک حق نه لري چې له دوی څخه دغه ازادي واخلي، په همدې ترتیب د زده کړو حق، د کار حق او د ټاکلو حق نور هغه حقونه دي چې د هېواد اساسي قانون روښانه کړي دی.

نوموړي زیاته کړه، ښځې د ټولنې د نورو طبقو په څېر د جګړې اصلي قرباني دي، سره له دې چې په تېرو اوو کلونو کې ډېر پرمختګونه شوي خو اوس هم د کم پوهاوي له امله له ښځو سره تاوتریخوالی کېږي.

هغې زیاته کړه: ((ما په دې لویه غونډه کې ګډون کړی څو د یوې ژورنالېستې او رسنیزې فعالې په توګه خپل او د نورو ژورنالېستانو غږ تر مخالفینو ورسوم څو له ضد څخه لاس واخلي او بین الافغاني سولې ته مخه کړي.))

له بدخشان ولایته د مشورتي جرګې ګډونواله لینا شېرزاد وايي، د سولې په خبرو کې باید د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې کمې ونه ګڼل شي.

هغې زیاته کړه: ((موږ «ښځې» خپل حق غواړي او باید پوه شي چې زموږ حق د سولې په بهیر کې چېرته دی، افغان ښځې نه غواړي چې شاته وګرځي.))

د نوموړې په خبره، د سولې او ثبات تامین د ټولو خلکو په ځانګړې توګه ښځو هیله ده.

د کابل له کلکان ولسوالۍ د مشورتي جرګې بله ګډونواله ناهید سروري وايي، ښځې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي او د نورو ښځو له حقونو د دفاع په خاطر یې په دې ناسته کې ګډون کړی دی.

نوموړې زیاته کړه، سوله د هر افغان غوښتنه ده، خو د سولې په خبرو کې باید د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې کمې ونه ګڼل شي.

له بغلان ولایته د سولې مشورتي لویې جرګې ګډونوالې حلیمې وردګ وویل، په دې جرګه کې ښځو ته زیاته ونډه ورکړل شوې او ټولو ښځو دلته په یوه هیله ګډون کړی دی.

د دې په خبره، ټولې ښځې د ۱۸ کلونو لاسته راوړنو په څېر د خپلو فعالیتونو د دوام غوښتنه کوي.

له بغلان ولایته د مشورتي جرګې ځوان ګډونوال رسول یار وویل: ((ما د خپلو خلکو په استازيتوب په دې جرګه کې ګډون کړی او دغه ډول جرګې زموږ په هېواد کې پخوانی دود دی.))

د ده په خبره، د مشورتي جرګې ټول ګډونوال هیله لري چې دا جرګه په هېواد کې د څو کلن غم او درد د پای ټکی شي.

هغه زیاته کړه: ((که موږ له تېرو تېروتنو څخه د راتلونکي لپاره موخه او پروګرام ونه لرو او یو بل ته لاس ورنه کړو، نه شو کولای چې سوله ټینګه کړو.))

له کاپیسا ولایته د جرګې ګډونوال محمد نسیم صافي وویل، دغه جرګه د افغانستان د خلکو لپاره ډېره مهمه ده او ټول خلک له جګړې ستړي شوي او سوله غواړي.

هغه هم د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو په ساتنه او د سولې په خبرو کې د ښځو او ځوانانو د رول پر ساتلو ټینګار وکړ.

فضل جمیل هاشمي چې د بدخشان د ځوانانو په استازیتوب یې په مشورتي جرګه کې ګډون کړی وايي، ټول خلک غواړي چې د سولې په فضا کې ژوند وکړي، زده کړې وکړي او پرمختګ وکړي.

هغه زیاته کړه: ((د سولې په خبرو کې باید د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې او ازادۍ وساتل شي او له سرو کرښو شاتګ ونشي.))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement