کندهار (پژواک، ۹ غویی ۹۸): د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې د واکسین پروګرامونو پر وړاندې د ستونزو جوړولو پر ځای دې همکاري وکړي.
چارواکي وايي، واکسین د ناروغۍ، معلولیت او مړینې د مخنیوي په لار کې تر ټولو ارزانه، اسانه او اغېزناکه وسیله ده.
د کندهار اوسېدونکي او د روغتیا چارواکي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د غويي له ۴مې تر ۱۰مې په ټوله نړۍ کې د واکسین نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.
کندهار د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه هغه سیمه ده چې تېر کال په کې د واکسین د نیمګړي تطبیق له امله د ماشومانو د ګوزڼ تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوې دي.
د کندهار د عامې روغتیا رییس عبدالقیوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وویل، د عامې روغتیا وزارت پلان لري ټول خلک روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی ولري او د کتلوي معافیت خدمات ډېر کړي.
هغه زیاته کړه، د وقایوي طب او روغتیا په برخه کې واکسین د ناروغۍ، معلولیت او مړینې د مخنیوي په لار کې تر ټولو ارزانه، اسانه او اغېزناکه وسیله ده.
د ده په خبره، اوس مهال په ټول هېواد کې د بېلابېلو ناروغیو د مخنیوي په موخه ۱۳ ډوله واکسین پلی کېږي.
خو ده وویل، له بده مرغه په سوېلي زون او په تېره کندهار کې د واکسین پروګرامونو پر وړاندې خنډونه شته، په داسې حال کې چې روغتیايي بنسټونه بې پلوه ادارې دي او له هر ډول توپیر پرته خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوی.
دی وايي: ((د کندهار په ټولو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي او خلکو ته پرته له دې چې معلومه کړي له طالب سره دي که له حکومت سره، روغتیايي خدمات وړاندې کوي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن