کابل (پژواک، ۹ غویی ۹۸): مشورتي لویه جرګه د ولسمشر محمد اشرف غني او له ټول هېواده د بېلابېلو طبقو د شاوخوا درې زرو استازو چې لږ تر لږه ۳۰ سلنه یې ښځې دي، په ګډون پیل شوه.
دغه جرګه د سولې خبرو د میکانیزم او اساسي کرښو د ټاکلو، د سولې د محدودیتونو او له طالبانو سره پر احتمالي سولې د توافق لپاره د اجماع په موخه جوړه شوې او څلور ورځې به دوام ولري.
د مشورتي لویې جرګې رییس او د اداري پلاوي غړي به د جرګې په لومړي وخت کې وټاکل شي.
مشورتي جرګه به څلور ورځې دوام ولري چې د سولې د تعریف او څرنګوالي او له طالبانو سره د خبرو د چوکاټ او کرښو په اړه به په کې خبرې وشي.
د مشورتي جرګې د هغې اجنډا له مخې چې کاپي یې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړې، دغه جرګه نن سهار د قران کریم د مبارک ایتونو پر تلاوت او د هېواد د ملي سرود په غږولو پیلېږي.
د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون رییس او د یادې جرګې لومړي ویناوال محمد عمر داوودزي د جرګې ګډون والو ته د هرکلي تر څنګ د جرګې د معرفۍ په تړاو خبرې وکړې او ورپسې لویه مشورتي جرګې د ولسمشر په خبرو په رسمي توګه پیل شوه.
دغه راز ولسمشر غني له وینا، وروسته د مشورتي جرګې رییس معرفي کړ چې پر خپل ټاکلي ځای کې به حضور پیدا کوي.
د یادې اجنډا له مخې، ټاکل شوې چې د کاري کمېټو کړنلارې د جرګې د رییس لخوا مشخصې شي چې له مخې به یې نن له غرمې وروسته دې کمېټې ته د کاري اجنډا تر تشریح وروسته ټولې کمېټې د رییس او منشي د ټاکلو لپاره ټاکنې وکړي، او ورپسې به په کمېټو کې کارونه تر نن ماذیګره دوام ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن