ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“رسنۍ د سوداګرۍ او صنعت په پراختيا کې مهم رول لري”

“رسنۍ د سوداګرۍ او صنعت په پراختيا کې مهم رول لري”

author avatar
30 Apr 2019 - 18:30
“رسنۍ د سوداګرۍ او صنعت په پراختيا کې مهم رول لري”
author avatar
30 Apr 2019 - 18:30

مزارشريف (پژواک، ۱۰غويى ۹۸): د بلخ د سوداګرۍ او صنعت رياست مسوولينو له خبريالانو څخه د ستاينې په مناسبت غونډه جوړه کړې وه چې د سوداګرۍ په پراختيا کې د رسنيو په رول هم خبرې وشوې.

دوى وايي، رسنۍ د سوداګرۍ او صنعت په پراختيا کې مهم رول لري چې په وينا يې کولی شي د اقتصاد په پراختيا کې مرسته وکړي.

د بلخ ولايت مقام هم د کورنيو توليداتو په پرمختګ کې د رسنيو رول مهم بولي او زياتوي چې رسنۍ کولی شي له کورنيو توليداتو د استفادې په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

د بلخ د سوداګرۍ او صنعت رياست مشر شېر احمد سپاهي زاده له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې رسنۍ د سوداګرۍ او کورني توليداتو په پراختيا کې مهم رول لري چې په وينا يې کولى شي د اقتصادي برخو په پرمختګ کې مرسته وکړي.

ده زياته کړه، بلخ ولايت له نسبي امنيت څخه برخمن دی چې په خبره يې د اقتصادي پراختيا لپاره يې د پام وړ کارونه کړي دي.

لاسي صنايع

هغه وايي، اوسمهال د ځان بساينې په لور روان دي چې ۳۰ سلنه کالي خپل توليدات لري.

د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال نصير احمد قاسمي بيا ناامني د خصوصي سکتور په پرمختګ کې لوی خنډ يادوي.

د هغه په وينا، له ستونزو سره سره بيا هم په افغانستان کې ډېری خوراکي او غير خوراکي توکي د دوى کورني توليدات دي چې په دې برخه کې مخ په وړاندې ځي.

دی همدا راز وايي، د خصوصي سکتور او کورنيو توليداتو د پرمختګ لامل رسنۍ دي چې په تېرو کلونو کې يې د کورنيو توليداتو په اړه خلکو ته ښه پوهاوی ورکړی دى.

هغه زياته کړه: ((افغان حکومت د اقتصاد د پرمختګ په برخه کې ښې برنامې درلودې، خو موږ ترې غواړو څو له خصوصي سکتور او صنعت څخه په ټينګه ملاتړ وکړي او په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.))

د بلخ ولايت مقام مرستيال محمد بشير توحيدي هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، د کورنيو توليداتو په پرمختګ کې د رسنيو رول مهم دی چې په خبره يې دوى کولی شي خلکو ته په دې برخه کې لا ډېر عامه پوهاوی ورکړي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.