ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: تردې وروسته بايد کوچیانو ته په ملي غونډو او بحثونو کې ځانګړې ونډه ورکړل شي

غني: تردې وروسته بايد کوچیانو ته په ملي غونډو او بحثونو کې ځانګړې ونډه ورکړل شي

author avatar
30 Apr 2019 - 20:55
غني: تردې وروسته بايد کوچیانو ته په ملي غونډو او بحثونو کې ځانګړې ونډه ورکړل شي
author avatar
30 Apr 2019 - 20:55

کابل (پژواک ١٠ غويى ٩٨): ولسمشر غني وايي، د لومړي ځل لپاره دوه میلیارده افغانۍ بودجه کوچیانو ته ځانګړې شوې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښین د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې د کوچیانو د پراختیا ملي کنفرانس اختتامیه غونډه کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.

په دې غونډه کې چې یو شمېر دولتي مقاماتو، د کوچیانو استازو، مشرانو، ښځو او ځوانانو حضور درلود، په پیل کې د کلیو د پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وویل، د ولسمشر په لارښوونه کوچیان عملاً د ولسي تړون ملي پروګرام کې شامل شول او له دې وروسته ټول وزارتونه د کوچیانو اړوند خپلې پروژې او پروګرامونه د دې ملي پروګرام په اډانه کې ترتیب او تطبیقولی شي.

ده زياته کړه، کوچیان به په ټولو هغو ولایتونو کې چې دوی په کې مېشت دي، ۲۰۹ شوراګانې جوړوي او دوی ته د دغه پروګرام په اډانه کې تر ۲۰۲۲ کال پورې دېرش میلیون ډالر ځانګړي شوي او د  لګښت لپاره به یې کوچیان خپلې پروژې، لومړیتوبونه او اړتیاوې په خپله په نښه کوي او په دې برخه کې به له دوی څخه شل سلنه تخنیکي مرسته غوښتل کېږي.

د هغه په وينا، پر دې سربېره د کلیو د پراختیا وزارت د کوچیانو د اوبو، اقتصادي ودې او د دوی تولیداتو ته د بازارموندنې لپاره ځینې برنامې په پام کې لري او د سرحدي ولایتونو انکشافي برنامو کې هم کوچیانو ته پاملرنه کېږي چې د لمریزې برېښنا ترڅنګ به نورې اسانتیاوې هم ورته برابرې شي.

ورپسې عبدالبصیر، کمین الله او مروې د بېلابېلو ګروپونو په استازیتوب د کوچیانو د اقتصادي ودې، په سیمه ییزه حکومتولۍ کې د ونډې ورکولو، شهیدانو او معلولینو ته د پاملرنې، د تذکرو د وېش، د سواد او مسلکي زده کړو، د څړځایونو د غصب د مخنیوي او انکشاف، ښځو ته د ونډې، ګرځنده ښوونځیو او کلینیکونو، انکشافي پروژو کې د ونډې، د کوچیانو دودونو او ارزښتونو ته د پاملرنې، د ظرفیت لوړولو، د اوبو د زېرمو، مدرسو او جوماتونو، تحصیلي بورسونو او کانکور ازموینه کې د ځانګړې پاملرنې په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

دوی همدارنګه له ولسمشر څخه کوچیانو ته د پاملرنې له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، کوچیانو د هېواد اقتصادي وده او د امنیت تامین کې تل مهم رول لوبولی او په دې برخه کې یې زیاتې قربانۍ ورکړې دي.

ورپسې مریم امرخېل د کوچۍ پېغلې پیغام ولسمشر ته واوراوه او زمري احمدزي د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې د کوچیانو د پراختیا ملي کنفرانس پرېکړه لیک ولوست.

غني د یاد کنفرانس ګډونوالو ته د وینا پرمهال د هېواد د امنیت، اقتصادي ودې، سوداګرۍ او نورو بېلابېلو برخو کې د کوچیانو رول ته په اشارې وویل، تاسې پرېمانه پانګې لرلې او د دې هیواد د ساتنې او دفاع لپاره مو ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

ولسمشر په ټینګار وویل، له دې وروسته به هر وزارت او اداره د کوچیانو لپاره کار کوي او امنیتي ځواکونه به ستاسو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کوي.

هغه زیاته کړه، د هر وزارت په بودجه کې کوچیانو ته یو باب ځانګړی شوی او د لومړي ځل لپاره د کوچیانو لپاره دوه میلیارده افغانۍ چې لا هم کافي نه دي ځانګړې شوي او دا به کال په کال زیاتېږي.

ده وویل، د ولسي تړون ملي پروګرام په اډانه کې د کوچیانو د انکشافي شوراګانو له جوړولو وروسته هیڅ وزارت او اداره هم دا پلمه نه شي کولی چې کوچیان مشخص ادرس نه لري او د همدغو شوراګانو له منځ څخه باید یوه واحده شورا د کوچیانو په استازیتوب په منظم ډول له کابینې سره په تماس کې وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.