د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بلخ کې د مېرمنو کور په نوم د ښځو لپاره د تفريح خونې فعاليت پيل کړ

په بلخ کې د مېرمنو کور په نوم د ښځو لپاره د تفريح خونې فعاليت پيل کړ

Apr 30, 2019 - 19:27

مزارشريف (پژواک، ١٠غويى ۹۸): په بلخ کې د مېرمنو کور  په نوم د ښځو لپاره د هوساينې او تفريح خونې فعاليت پيل کړ.

د مېرمنو کور (womeninfo-icon house) مرستيالې سونيتا صاحب زاده د ياد ځای په پرانيسته کې وويل، چې دغه خونه يې د دې لپاره جوړه کړې څو افغان مېرمنې د فکري ارامتيا، هوساينې او مطالعې لپاره ورته راشي.

هغه زياتوي، په دغه ځای کې د مېرمنو لپاره د مطالعې ځاى شته او همداراز داسې اسانتياوې هم په کې دي، چې مېرمنې کولای شي خپل لاسي صنايع په کې وپلوري.

د هغې په وينا، دغه ځاى د دوی په ۳۵۰۰ امريکايي ډالره شخصي لګښت جوړ شوی او موخه يې دا ده، چې د ښار په نورو سيمو کې هم ورته ځايونه جوړ کړي.

د مزارشريف اوسېدونکې يلدا بري چې دغه نوی جوړ شوي ځاى ته راغلې، وايي، خوشحاله ده چې دغه ځای جوړ شوی دی.

د هغې په خبره، مخکې له دې هم په مزارشريف کې ورته مرکزونه وو، خو زياتوي چې د دې نوي جوړ شوي ځای امکانات زيات دي.

په دې کور کې يو شخصي کتابتون هم شته، چې د مېرمن يلدا په وينا، هم به مېرمنې په کې مطالعه کوي او هم د فکري ارامتيا لپاره په کې چای او قهوه څښي.

د مزار شريف اوسېدونکی مصطفی خوښ دی چې د ځوانانو د تفريح او مطالعې لپاره د ورته مرکزونو جوړول به ګټور ثابت شي.

هغه زياته کړه چې وړاندې له دې دغسې ځايونه مزارشريف کې ډېر کم وو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement