ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: ننګرهار کې د داعش ۲۲ وسله وال وژل شوي

چارواکي: ننګرهار کې د داعش ۲۲ وسله وال وژل شوي

author avatar
30 Apr 2019 - 10:51
چارواکي: ننګرهار کې د داعش ۲۲ وسله وال وژل شوي
author avatar
30 Apr 2019 - 10:51

جلال اباد (پژواک، ۱۰ غويی ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولايت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د څو قوماندانانو په ګډون ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي او څلور مرکزونه یې له منځه وړل شوي دي .

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ۲۳مه پژواک اژانس ته وويل، د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند په زاوې سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې پر پټنځايونو عملیات ترسره کړي دي.

دی وايي، د دغو عملياتو په ترڅ کې ۲۲ داعشیان وژل شوي او څلور هغه مرکزونه یې له منځه تللي چې په کې وسلې، مهمات، چاودېدونکي او نور توکي زېرمه شوي وو.

د نوموړي په خبره چې د دغو عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

هغه وايي چې له داعشیانو سره د اړیکو په تور دوه کسان ژوندي نیول شوي او د ځای پر ځای شوي اته ماینونه یې هم له منځه وړل شوي .

دغه راز د والي د وياند د معلوماتو له مخې، تېره ورځ هم د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د چپرهار په سورګو  سیمه کې د عملیاتو پر مهال دوه  کسان له وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور له دوو کلاشینکوفونو سره یو ځای نیولي وو.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، له څو مياشتو وقفې وروسته په ننګرهار ولايت کې يو ځل بيا د داعش فعاليتونه او د  هغوى پر ضد عمليات زيات شوي دي.

له دې مخکې ځايي چارواکو ويلي وو چې په دغه ولايت کې داعش وسله وال ځپل شوي او ډېرى غړي يې کونړ ولايت ته تللي دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.