د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار د دهلې بند د پراختيا پروژې کارونه به ډېر ژر پيل شي

د کندهار د دهلې بند د پراختيا پروژې کارونه به ډېر ژر پيل شي

May 01, 2019 - 10:47

کندهار (پژواک، ١١ غويى ۹۸): د کندهار د سينديزې حوزې رييس وايي، د دهلې بند د سروې، ډيزاین او استملاک اړوند چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به پرې عملي کار پيل شي.

دغه بند د کندهار د اوو ولسوالیو کرنیزې ځمکې او باغونه خړوبوي چې له تېرو څو کلونو یې د دېوالونو لوړولو پروژې د پیلېدو خبرې کېږي او خلک یې په عملي بڼه د کارونو پیل ته په بې صبرۍ انتظار باسي.

خو د کندهار د سیندیزې حوزې رییس انجنیر توریالی محبوبي وايي، له اوږده انتظار او ډېر کار وروسته د دهلې بند پراخولو د سروې، ډیزاین او استملاک اړوند چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به یې عملي کار پیل شي.

نوموړي دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه، د دهلې بند پروژه څلور برخې لري چې د بند د دېوالونو لوړول، د کرنې د کانالونو عصري کول، د کندهار ښار لپاره د څښاک د اوبو شبکې جوړول او د ۲۴ مېګاواټه برېښنا تولید په کې شامل دي.

دی وايي، د دهلې بند دېوالونه به ۱۲ متره او د پارچاوي هغه به یې ۱۳،۶ متره لوړ شي چې ورسره به په دغه بند کې د اوبو زېرمه کېدو وړتیا درې برابره لوړه شي.

د ده په خبره، شاوخوا ۷۰ کاله مخکې چې دغه بند جوړ شوی و، د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو ځایولو وړتیا یې لرله، خو د ډېرو کلونو په تېرېدو دغه بند له ۴۳ سلنه رسوباتو ډک شوی او اوس یې د اوبو زېرمه کېدو وړتیا ۲۹۰ میلیونه متره مکعبه اوبو ته راټیټه شوې ده.

خو دی وايي، د دهلې بند د دېوالونو په لوړولو سره به دغه بند د ۹۵۰ میلیونه متره مکعبه اوبو وړتیا ولري چې د دغه ولایت کروندګر او باغ لرونکي به بشپړ کال د کرنې او مالدارۍ لپاره کافي اوبه ولري.

محبوبي خبر ورکړ چې اوسمهال د بند د کم ظرفیت له امله په میلیونونو متره مکعبه اوبه ضایع کېږي.

د ده په خبره، دا چې روان کال ډېر اورښت شوی، د دهلې بند له ډکېدو وروسته د تېر کب میاشتې په ۱۹مه پارچاو شوی او تر دې مهاله د اوسني بند دوه برابره اوبه تللې چې دا لوی زیان دی.

محبوبي وايي، دا سمه ده چې خلک د دغه بند ژر جوړولو ته په بې صبرۍ انتظار باسي، خو د دغسې لویو بندونو جوړول ډېر کار او وخت ته اړتیا لري او خلک باید صبر او زغم ولري.

ده خبر ورکړ چې دغه پروژه به تر راتلونکو پنځو کلونو بشپړه شي.

له دې ور ها خوا څو ورځې مخکې د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کاناليزاسيون لوی رییس انجنير حميدالله يلاني  کندهار ته د خپل سفر پر مهال پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې د کندهار د دهلې بند جوړولو په پروژه کې د څښاک د پاکو اوبو د یوې لویې شبکې جوړول په پلان کې دي چې د کندهار ښار د ټولو اوسېدونکو د اوبو ستونزه به حل کړي.

هغه زیاته کړې وه، د اوبو د دې شبکې پر جوړولو ۲۰۰ میلیونه ډالر لګښت راځي چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي او د دې شبکې په جوړېدو سره به دوی وتوانېږي د کندهار ښار ټولو اوسېدونکو ته د نلونو له لارې ۲۴ ساعته پاکې اوبه ورسوي.

دهلې بند له کندهار ښار څخه ٤٠ کيلومتره لرې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې شاوخوا ۷۰ کاله وړاندې د امريکا متحده ايالتونو په مالي لګښت جوړ شوى.

څو کلونه مخکې د همدغه بند د لومړي پړاو ترميماتي چارې د امريکا د متحده ايالتونو په ٧١ ميليونه ډالر لګښت ترسره شوې چې په کې د بند د لويو او کوچنيو دروازو، وال هاوس، تونل، کانالونو او اړوندې مشينرۍ د نوي کولو او جوړولو چارې شاملې وې.

د چارواکو په وینا، ياد ټول کارونه ترسره شوي او اوس بند چمتو شوی چې د دويم پړاو کارونه يې پيل شي.

په دې وروستیو کې اسيايي پرمختیايي بانک چې په افغانستان کې د برېښنا او کرنیز سکتور د پیاوړتيا لپاره کار کوي، د دې پروژې پیلولو هوډ کړی دی.

چارواکي وايي، د دغه بند د دېوالونو لوړولو تر څنګ، د ډېر وخت لپاره د اوبو د زېرمه کولو، کندهار ښار ته د څښاک اوبو پر لېږد اوله دغه بند څخه د ۲۴ مېګاواټه برېښنا پر تولید ۴۷۰ میلیونه ډالر لګول کېږي.

دغه بند اوس مهال د کندهار د اوو ولسواليو (شاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان) کرنيزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement