ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د دهلې بند د پراختيا پروژې کارونه به ډېر ژر پيل شي

د کندهار د دهلې بند د پراختيا پروژې کارونه به ډېر ژر پيل شي

author avatar
1 May 2019 - 10:47
د کندهار د دهلې بند د پراختيا پروژې کارونه به ډېر ژر پيل شي
author avatar
1 May 2019 - 10:47

کندهار (پژواک، ١١ غويى ۹۸): د کندهار د سينديزې حوزې رييس وايي، د دهلې بند د سروې، ډيزاین او استملاک اړوند چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به پرې عملي کار پيل شي.

دغه بند د کندهار د اوو ولسوالیو کرنیزې ځمکې او باغونه خړوبوي چې له تېرو څو کلونو یې د دېوالونو لوړولو پروژې د پیلېدو خبرې کېږي او خلک یې په عملي بڼه د کارونو پیل ته په بې صبرۍ انتظار باسي.

خو د کندهار د سیندیزې حوزې رییس انجنیر توریالی محبوبي وايي، له اوږده انتظار او ډېر کار وروسته د دهلې بند پراخولو د سروې، ډیزاین او استملاک اړوند چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به یې عملي کار پیل شي.

نوموړي دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه، د دهلې بند پروژه څلور برخې لري چې د بند د دېوالونو لوړول، د کرنې د کانالونو عصري کول، د کندهار ښار لپاره د څښاک د اوبو شبکې جوړول او د ۲۴ مېګاواټه برېښنا تولید په کې شامل دي.

دی وايي، د دهلې بند دېوالونه به ۱۲ متره او د پارچاوي هغه به یې ۱۳،۶ متره لوړ شي چې ورسره به په دغه بند کې د اوبو زېرمه کېدو وړتیا درې برابره لوړه شي.

د ده په خبره، شاوخوا ۷۰ کاله مخکې چې دغه بند جوړ شوی و، د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو ځایولو وړتیا یې لرله، خو د ډېرو کلونو په تېرېدو دغه بند له ۴۳ سلنه رسوباتو ډک شوی او اوس یې د اوبو زېرمه کېدو وړتیا ۲۹۰ میلیونه متره مکعبه اوبو ته راټیټه شوې ده.

خو دی وايي، د دهلې بند د دېوالونو په لوړولو سره به دغه بند د ۹۵۰ میلیونه متره مکعبه اوبو وړتیا ولري چې د دغه ولایت کروندګر او باغ لرونکي به بشپړ کال د کرنې او مالدارۍ لپاره کافي اوبه ولري.

محبوبي خبر ورکړ چې اوسمهال د بند د کم ظرفیت له امله په میلیونونو متره مکعبه اوبه ضایع کېږي.

د ده په خبره، دا چې روان کال ډېر اورښت شوی، د دهلې بند له ډکېدو وروسته د تېر کب میاشتې په ۱۹مه پارچاو شوی او تر دې مهاله د اوسني بند دوه برابره اوبه تللې چې دا لوی زیان دی.

محبوبي وايي، دا سمه ده چې خلک د دغه بند ژر جوړولو ته په بې صبرۍ انتظار باسي، خو د دغسې لویو بندونو جوړول ډېر کار او وخت ته اړتیا لري او خلک باید صبر او زغم ولري.

ده خبر ورکړ چې دغه پروژه به تر راتلونکو پنځو کلونو بشپړه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.