کابل (پژواک، ١١ غویی ٩٨): د مشورتي لویې جرګې کمېټو د «څرنګه باید طالبان سولې ته قانع شي، د کومو لاسته راوړنو ساتنه وکړو، د حکومت د مذاکراتي ټېم جوړښت او د ګاونډیو پر وړاندې د دولت سیاست باید څه ډول وي؟» پوښتنې ځوابوي.
دغه جرګه چې د څلورو ورځو لپاره تنظیم شوې وه چې ممکن یوه ورځ وغځېږي، د غويي په نهمه له طالبانو سره د سولې خبرو پر میکانیزم د اجماع لپاره جوړه او د ۳۰۰ مېلمنو سربېره په کې ۳۲۰۰ کسانو ګډون کړی و.
د جرګې یوې سرچینې پژواک ته وویل، نن «د غويي ۱۱مه» د جرګې ۵۰ کاري کمېټې په پورته ترتیب شوو پوښتنو کار کوي او ټاکل شوې چې سبا به د یادو پوښتنو په اړه خپل نظرونه د جرګې په عمومي ناسته کې شریک کړي.
پوښتنې
د سرچینې د معلوماتو له مخې، لومړۍ پوښتنه داسې مطرح شوې: ((څرنګه کولای شو په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو او سولې او ثبات د تامین لپاره طالبان خبرو ته حاضر کړو او ستاسو په اند کوم داسې کارونه باید ترسره شي چې تر اوسه لا نه دي ترسره شوي؟))
دویمه پوښتنه: ((د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له طالبانو سره په خبرو کې باید پر کومو لاسته راوړنو ودرېږي او د دې لاسته راوړنو ارزښت په څه کې دی؟))
دغه راز په درېیمه پوښتنه کې راغلي: ((د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مذاکراتي ټېم جوړښت باید څه ډول وي او د مذاکراتي ټېم ګډونوال باید کومې ځانګړتیاوې ولري؟))
وروستۍ پوښتنه چې کمېټه یې باید ځواب کړي دا ده چې ((د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه هغه هېواد چې د طالبانو مالي او تسلیحاتي ملاتړ کوي، پر وړاندې د افغان دولت سیاست څه ډول وي او په ټوله کې د افغانستان په قضیه کې له ښکېلو بهرنیو هېوادونو ستاسو تمه څه ده؟))
د جرګې په لومړۍ ورځ د خبرو تر څنګ ولسمشر غني استاد عبدرب الرسول سیاف د جرګې د رییس په توګه معرفي کړ خو د مرستیالانو په توګه د څلورو کسانو له معرفي کېدو سره د جرګې غړو مخالفت وکړ.
په دویمه ورځ ۵۰ کاري کمېټې جوړې او د یادو کمېټو د رییسانو او منشیانو تر څنګ ورته څلور مرستیالان او منشیان هم و ټاکل شول.
دغه جرګه په داسې حال کې جوړه شوې چې د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، د سولې د عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي، د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد حامد کرزي او د ولسمشرۍ ټاکنو ۱۲ نوماندانو دغه جرګه تحریم کړې او طالبانو هم خلک په دې جرګه کې له ګډونه منعه کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن