ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ګوزڼ درېيمه پېښه هم ثبت شوې

هلمند کې د ګوزڼ درېيمه پېښه هم ثبت شوې

author avatar
1 May 2019 - 15:04
هلمند کې د ګوزڼ درېيمه پېښه هم ثبت شوې
author avatar
1 May 2019 - 15:04

لښکرګاه (پژواک، ١١ غويی  ۹۸): د هلمند د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د پوليو (ګوزڼ) درېيمه پېښه هم ثبت شوې ده.

د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالاحد حازم د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د ګوزڼ تازه پېښه ثبت شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په روان کال کې په سنګين او واشېر ولسواليو کې هم د پوليو دوه پېښې ثبت شوې وې.

ده زياته کړه: ((وسله وال طالبان په خپلو سيمو کې کور په کور د دغه واکسين تطبيق ته اجازه نه ورکوي؛ ځکه يې پېښې هم ډېرې شوې دي.))

د حازم په وينا، وسله والو طالبانو په نوزاد، سنګين، موسى کلا، کجکي، واشير او باغران ولسواليو کې يواځې په جومات کې د واکسين تطبيق ته اجازه ورکوي چې په دې سره په سمه توګه د دغه واکسين تطبيق نه عملي کېږي.

نوموړى وايي هڅې يې پيل کړې څو له طالبانو سره يوې هوکړې ته ورسېږي چې په ټولو سيمو کې يو شان د پوليو ضد واکسين تطبيق ته اجازه ورکړي.

په ورته وخت کې په مرکز لښکرګاه کې مدني فعال محمد خان پژواک ته وويل، که چېرې په سمه توګه د ګوزڼ واکسين تطبيق نه شي دغه پېښې به نورې هم ډېرې شي.

ده له طالبانو غوښتنه وکړه چې په خپلو سيمو کې د پوليو واکسين تطبيق ته اجازه ورکړي.

بل لور ته تېره مياشت وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي وو، ځکه يې په ځينو سيمو کې د ګوزڼ واکسين بند کړى چې له دوى سره له شوو هوکړو سرغړونه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.