د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار لګولو پر مهال نښته کې لسو پاکستانیو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار لګولو پر مهال نښته کې لسو پاکستانیو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

May 01, 2019 - 19:44

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۹۸): د ډیورنډ پر فرضي کرښې د اغزن تار لګولو پر مهال د نښتې له امله لسو پاکستانیو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د پوځ له خوا د غویي په ۱۱مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یوه وسله واله ډله د افغانستان له خوا ور اوښتي او د دوی پر ځواکونو یې ډزې کړې دي.

سرچینې زیاته کړه، دا نښته نن تر غرمې وروسته په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان د لواړې په سیمه کې د ډیورنډ سیمې ته څېرمه رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې برید کې درې پوځيان وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې په ځوابي ډزو کې ګڼ شمېر بریدګرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دى اخیستی.

راپورونه وایي، جګړه هغه  مهال پیل شوه چې یوې وسله والې ډلې  پر هغو پاکستانیو پوځيانو ډزې وکړې، چې پر ډیورنډ پوله یې اغزن تار لګاوه.

د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې پر دغې کرښې د اغزن تار غځول پیل کړي او همدغه راز امنیتي پوستې یې هم جوړې کړې دي. دوى وايي چې دا کار پاکستان ته د ترهګرو د اوړېدو د مخنیوي لپاره کوي.

خو افغان حکومت وايي چې د ترهګرو اصلي ځایونه او مرکزونه په پاکستان کې دننه دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement