جلال اباد (پژواک، ۱۲ غويی ۹۸):په ختيځ کې خبريالان اندېښمن دي چې ورځ تر بلې يې پر وړاندې ګواښونه ډېرېږي، خو مسوولين يې د مخنيوي لپاره هېڅ عملي ګام نه پورته کوي.
د وسله والو ډلو موجوديت، د مافيايي کړيو ګواښونه او د حکومتي چارواکو له خوا پر وخت د اطلاعاتو نه ورکړه هغه څه دي چې خبريالان يې د ځان پر وړاندې خنډونه ګڼي.
دوی دا څرګندونې په ختيځ کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې له لوري د مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وکړې.
په ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر شېرشاه همدرد وویل، د حکومت، مخالفینو او مافیايي کړیو له لوري خبریالانو ته په بېلابېلو برخو کې ننګونې شتون لري او له همدې امله په ختیځ کې تېر کال د درې مېرمنو په ګډون له پنځه خبریالانو سره د تاوتریخوالي قضیې رامنځته شوې وې .
هغه له خبریالانو سره د معلوماتو د شریکولو،امنیتي ننګونو،سیمه ییزو رسنیو مالي ملاتړ او د برېښنا لګښت د کمولو په برخو کې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د حل غوښتنه يې وکړه .
دغه راز په ختيځ کې د خپلواکو خبريالانو د دفاع کمېټې مشر ذبيح الله غازي وويل، چې ورځ تر بلې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی او ګواښونه ډېرېږي.
دی وايي، په اوس وخت کې هېڅ خبريال ځان خوندي نه احساسوي او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې د خبريالانو د ژوند خونديتوب په موخه دې يو منظم پلان چمتو کړي.
د ننګرهار د والي مرستيال تمیم عارف مومند د مطبوعاتو ازادۍ د نړیوالې ورځې له امله خبریالانو ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه،چې ټولو ادارو ته یې لارښوونه کړې،چې خبریالانو ته په ټاکلي وخت معلومات ورکړي .
هغه زیاته کړه، ولايتي اداره ژمنه ده چې د مطبوعاتو ترڅنګ خلکو ته له بېلابېلو لارو څخه د خپلو فعالیتونو، کړنو او نورو برخو په اړه معلومات ورکړي .
په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار لعل پاچا ازمون د خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې د خوندیتوب کمېټې له لوري دې د مسوولینو او خبریالانو ترمنځ ګډ ورکشاپ جوړ شي،ترڅو معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې شته ستونزه حل شي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل،د ولایتي ادارې د رهبرۍ په همکارۍ یې په ټول توان هڅه کړې،ترڅو خبریالانو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتياوې برابر کړي،معلوماتو ته د لاسرسي ستونزه یې حل کړي او نورو برخو کې به دوی ته د ښه کار کولو زمینه برابره کړي .
دغه ورځ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ونمانځل شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن