کابل (پژواک، ١٢ غويى ٩٨): د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي چې د داعش په ګډون هېڅ يوه ترهګره ډله په افغانستان کې خوندي ځاى نه لري.
د امنيت شورا دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې له پنـځو کلونو وروسته د داعش نړيوالې ترهګرې ډلې د مشر البغدادي ويډيو خپره شوه.
د دې ويډيو له خپرېدو وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې نوموړى او يا پلويان يې په عراق او سوريه کې له ماتې وروسته افغانستان ته راغلي او په ختيـځو ولايتونو کې مېشت شوي دي.
د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند طارق ارين د غويي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان ملي امنيتي دفاعي ځواکونه شپه او ورځ د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه کوي.
هغه زياته کړې، داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او له سترې ماتې مخ ده.
د ملي امنيت شورا وياند په سيمه کې د ترهګرو ګواښ نه ردوي، خو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې نه يواځې داعش بلکې، هېڅ يوه ترهګره ډله په افغانستان کې خوندي ځاى نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن