ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدني ښکلا او فټنس ورزشي برخو ۴۵ ورزشکارانو ملي ټیم ته لار وموندله

د بدني ښکلا او فټنس ورزشي برخو ۴۵ ورزشکارانو ملي ټیم ته لار وموندله

author avatar
2 May 2019 - 19:55
د بدني ښکلا او فټنس ورزشي برخو ۴۵ ورزشکارانو ملي ټیم ته لار وموندله
author avatar
2 May 2019 - 19:55

کابل (پژواک، ۱۲غویی ۹۸): د بدني ښکلا او فټنس ورزشي برخو د ۳۲۵ ورزشکارانو ترمنځ له درې اونیو سختو سیالیو څخه وروسته، ۴۵ تنو یې ملي ټیم ته لار ومونده.

دا سیالۍ د روان کال د وري په ۲۲مه د اولمپیک ملي کمېټې په زورخانه يي تالار کې ترسره شوې چې نن ملي ټیم ته د ۴۵ ورزشکارانو په غوره کولو سره پای ته ورسېدې.

د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټې د بدني ښکلا فدراسیون مشر باور هوتک د دې مراسمو په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې سیالیو کې د کابل له څلور زونونو څخه ۳۲۵ ورزشکارانو چې له ۵۵- ۸۵ کیلوګرامه وزنونه یې لرل، ګډون درلود او ورزشکارانو د کابل له ۴۵ بېلابېلو کلپونو څخه برخه اخیستې وه.

هغه یادونه وکړه چې د بدني ښکلا په برخه کې ۱۵ ورزشکارانو او د فټنس په دوه برخو کې چې سپورټ فزیک او اتلتیک فزیک دی، ۳۰ مخکښو ورزشکارانو د ملي ټیم غړیتوب ترلاسه کړ.

نوموړي زیاته کړه چې ورزشکاران د بدني ښکلا په سیالیو کې د وزن او د فټنس په برخه کې د ونې (قد) پر اساس غوره کېږي.

صمیم رحیمي چې له تېرو درې کلونو راهيسې د بدني ښکلا په برخه کې ورزش کوي، په دې سیالیو کې د ۶۵ کیلوګرامه وزن په درلودو وتوانېد چې د اتلولۍ لقب په ګټلو سره ملي ټیم ته لار ومومي.

دې ورزشکار وویل چې د سیالیو لپاره یې له تېرو شپږو میاشتو راهيسې اړین چمتووالی نیولی و او دا چې توانېدلی اتل شي، خوشحاله دی.

د دې برخې بل ورزشکار عبدالله چې د ۶۰ کیلوګرامه په وزن کې یې سیالي ترسره کړې، وویل چې له سیالیو خوښ دی او د لومړي مقام په ترلاسه کولو خپلې یوې هیلې ته رسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د کابل زونونو د سیالیو له پای ته رسېدو وروسته، د بدني ښکلا ملي ټیم غوراوي سیالۍ په ولایتونو کې ترسره کېږي.

د هوتک په خبره،  په دې فدراسیون کې د هېواد په کچه د بدني ښکلا ۱۱۷۰ کلپونه ثبت دي چې په هر کلپ کې له ۳۰۰ – ۵۰۰ ورزشکاران تمرین کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.