ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د شمس العارفین زیارت پر ماينونو الوځول شوی

غزني کې د شمس العارفین زیارت پر ماينونو الوځول شوی

author avatar
2 May 2019 - 11:15
غزني کې د شمس العارفین زیارت پر ماينونو الوځول شوی
author avatar
2 May 2019 - 11:15

 

غزني ښار (پژواک، ١٢ غويی ٩٨): د غزني حکومتي چارواکي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو په غزني ښار کې تر ټولو مشهور زيارت پر بمونو الوځولى او طالبان په دې پېښه کې خپل لاس لرل ردوي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غويي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه درې بجې په غزني ښار کې د شمس العارفين مشهور زيارت پر ماينونو الوځولى دى.

هغه زياته کړه: ((دغه زيارت پر شمس صاحب مشهور و، هره ورځ له بېلابېلو ولايتونو لسګونه کسان د دغه زيارت ليدو ته راتلل.))

د نوري د معلوماتو له مخې، شيخ عبدالواحد چې په شمس العارفين مشهور و، د عرفان او تصوف له سرلارو  بلل کېږي.

ده وويل چې نوموړى په ٦٠١ هـ ق کال کې مړ شوى او له هغه وروسته يې زيارت خلکو ته د احترام وړ و.

دغه راز د غزني ښار یوه اوسېدونکي باور پژواک ته وويل چې تېره شپه د شمس العارفين زيارت پر بمونو الوځول شوى دى.

هغه وايي: ((له نورو ولايتونو به ډېرى هغه کسان دغه زيارت ته راوړل کېدل چې پېريان به پرې ناست وو او دلته به الله ج شفا ورکوله.))

د باور په وينا، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه زيارت د چا له خوا پر بمونو الوځول شوى دى.

خو بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې طالبان لاس نه لري.

هغه زياته کړه: ((دا خبره حقیقت نه لري،  زموږ مجاهدین په دې قضیه اصلاً خبر نه دي.))

د يادونې ده، دغه زيارت د غزني ښار په شمال لوېديځ کې د شمس په نوم کلي کې موقعيت لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.