ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن د سولې شورا کاري کمېټې د څلورو پوښتنو ځوابونه جرګې ته وړاندې کوي

نن د سولې شورا کاري کمېټې د څلورو پوښتنو ځوابونه جرګې ته وړاندې کوي

author avatar
2 May 2019 - 11:38
نن د سولې شورا کاري کمېټې د څلورو پوښتنو ځوابونه جرګې ته وړاندې کوي
author avatar
2 May 2019 - 11:38

 

کابل (پژواک، ١٢ غویی ٩٨): د سولې مشورتي جرګې کاري کمېټې نن د څلورو پوښتنو ځوابونه د جرګې په عمومي ناسته کې د جرګې له غړو سره شریکوي.

د دې جرګې ۵۰ کاري کمېټو پرون (د جرګې په درېیمه ورځ) د «څرنګه باید طالبان سولې ته قانع شي، پر کومو لاسته راوړنو باید ټینګار وشي، د حکومت د مذاکراتي ټېم جوړښت او د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د دولت سیاست باید څه ډول وي؟» پوښتنو پر ځوابولو کار کړی دی.

د یادې مشورتي جرګې یوه ویاند انجنیر کمال ساپي پژواک خبري اژانس ته وویل، کاري کمېټو یادې پوښتنې ځواب کړې او د هغو ځوابونه یې راټول کړي دي.

نوموړی وايي، نن هره کمېټه په جلاتوګه د یادو پوښتنو د ځوابولو په تړاو د خپل کار پایلې د جرګې عمومي ناستې ته وړاندې کوي.

هغه وايي، تر اوسه نه شي ویلای چې د کمېټو دغه کار به نن بشپړ شي او که نه.

دا په داسې حال کې ده چې د ځینو سرچینو د معلوماتو پر اساس، هرې کمېټې ته پنځه دقیقې وخت ورکول کېږي څو یادې پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي.

دغه جرګه چې د څلورو ورځو لپاره تنظیم شوې وه خو ممکن یوه ورځ وغځېږي د غويي په نهمه د کابل ښار د لویې جرګې په خېمه کې له طالبانو سره د سولې خبرو پر میکانیزم د اجماع لپاره جوړه او د ۳۰۰ مېلمنو سربېره په کې ۳۲۰۰ کسانو ګډون درلود.

د جرګې په لومړۍ ورځ د ویناوو تر څنګ افغان ولسمشر محمد اشرف غني، عبدرب الرسول سیاف د یادې جرګې د رییس په توګه معرفي کړ، خو د جرګې د څلورو مرستیالانو له معرفي کېدو سره د ناستې ګډونوالو مخالفت وکړ.

د جرګې په دویمه ورځ ۵۰ کاري کمېټې جوړې  او یادو کمېټو ته رییسانو او منشيانو د انتخاب تر څنګ د جرګې لپاره څلور مرستیالان او څلور منشان هم وټاکل شول.

دغه جرګه په داسې حال کې جوړه شوې چې د ملي يووالي حکومت اجرايیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشرۍ ټاکنو ۱۲ نوماندانو یاده جرګه تحریم کړې او طالبانو هم په دې جرګه کې خلک له ګډونه منعه کړي دي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې رییس محمد عمر داوودزي تېره ورځ وویل، هڅې روانې دي څو هغه کسان د جرګې په وروستۍ ناسته کې ګډون وکړي چې جرګه یې تحریم کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.