د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"په ختيځ کې ورځ تر بلې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی او ګواښونه ډېرېږي"

"په ختيځ کې ورځ تر بلې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی او ګواښونه ډېرېږي"

May 02, 2019 - 17:42

جلال اباد (پژواک، ۱۲ غويی ۹۸):په ختيځ کې خبريالان اندېښمن دي چې ورځ تر بلې يې پر وړاندې ګواښونه ډېرېږي، خو مسوولين يې د مخنيوي لپاره هېڅ عملي ګام نه پورته کوي.

د وسله والو ډلو موجوديت، د مافيايي کړيو ګواښونه او د حکومتي چارواکو له خوا پر وخت د اطلاعاتو نه ورکړه هغه څه دي چې خبريالان يې د ځان پر وړاندې خنډونه ګڼي.

دوی دا څرګندونې په ختيځ کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې له لوري د مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وکړې.

په ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر شېرشاه همدرد وویل، د حکومت، مخالفینو او مافیايي کړیو له لوري خبریالانو ته په بېلابېلو برخو کې ننګونې شتون لري او له همدې امله په ختیځ کې تېر کال د درې مېرمنو په ګډون له پنځه خبریالانو سره  د تاوتریخوالي قضیې رامنځته شوې وې .

هغه له خبریالانو سره د معلوماتو د شریکولو،امنیتي ننګونو،سیمه ییزو رسنیو مالي ملاتړ او د برېښنا لګښت د کمولو په برخو کې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د حل  غوښتنه يې وکړه .

دغه راز په ختيځ کې د خپلواکو خبريالانو د دفاع کمېټې مشر ذبيح الله غازي وويل، چې ورځ تر بلې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی او ګواښونه ډېرېږي.

دی وايي، په اوس وخت کې هېڅ خبريال ځان خوندي نه احساسوي او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې د خبريالانو د ژوند خونديتوب په موخه دې يو منظم پلان چمتو کړي.

د ننګرهار د والي مرستيال تمیم عارف مومند د مطبوعاتو ازادۍ د نړیوالې ورځې له امله خبریالانو ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه،چې ټولو ادارو ته یې لارښوونه کړې،چې خبریالانو ته په ټاکلي وخت معلومات ورکړي .

هغه زیاته کړه، ولايتي اداره ژمنه ده چې د مطبوعاتو ترڅنګ خلکو ته له بېلابېلو لارو څخه د خپلو فعالیتونو، کړنو او نورو برخو په اړه معلومات ورکړي .

په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار لعل پاچا ازمون د خبرو پر  مهال ټینګار وکړ چې د خوندیتوب کمېټې له لوري دې د مسوولینو او خبریالانو ترمنځ ګډ ورکشاپ جوړ شي،ترڅو معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې شته ستونزه حل شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل،د ولایتي ادارې د رهبرۍ په همکارۍ یې په ټول توان هڅه کړې،ترڅو خبریالانو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتياوې برابر کړي،معلوماتو ته د لاسرسي ستونزه یې حل کړي او نورو برخو کې به دوی ته د ښه کار کولو زمینه برابره کړي .

دغه ورځ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ونمانځل شوه.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan