ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پولیس په سمنګان کې د ۱۲ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

پولیس په سمنګان کې د ۱۲ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
2 May 2019 - 11:57
پولیس په سمنګان کې د ۱۲ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
2 May 2019 - 11:57

 

ايبک (پژواک، ١٢ غویی ٩٨): د سمنګان امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې ۱۲ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۳ نور ژوندي نیول شوي خو وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر سمونوال اسلام الدین پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو تېر مازدیګر د دغه ولایت د روی دواب ولسوالۍ په عینک مرده او سرې کلا سیمو کې د دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیات کړي دي.

نوموړي له جزئیاتو پرته زیاته کړه، په دغو عملیاتو کې ۱۲ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ژوندي نیول شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي هم دي.

هغه وویل، په دغو عملیاتو کې دولتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

په ورته وخت کې د سمنګان ولایتي شورا غړي او د روی دواب ولسوالۍ اوسېدونکي قاضي نقیب الله تاتار هم په دې ولسوالۍ کې د ۱۲ طالبانو وژل کېدل او د لسو نیول تایید کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.