ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډله نړیوال جام کې د ګډون لپاره انګلستان ته روانه شوه

د کرکټ ملي لوبډله نړیوال جام کې د ګډون لپاره انګلستان ته روانه شوه

author avatar
3 May 2019 - 21:33
د کرکټ ملي لوبډله نړیوال جام کې د ګډون لپاره انګلستان ته روانه شوه
author avatar
3 May 2019 - 21:33

کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۹۸) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو کې د ګډون لپاره انګلستان ته روانه شوه، خو تر نړیوال جام مخکې له ایرلینډ او سکاټلینډ سره یو ورځنۍ سیالۍ لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ‌ مشر عزیز الله فضلي د لوبډلې د روانېدو پر مهال خبریالانو ته وویل ، چې له دې وروسته به افغان لوبغاړي په رسمي توګه په افغان زمریان یادیږي.

نوموړي په دې مراسمو کې د پخواني لوبډلمشر اصغر افغان نه هم د هغه د پخوانیو زیارونو له کبله مننه وکړه او نوي لوبډلمشر ګلبدین نایب ته یې د کپټانۍ پګړۍ پر سر کړه.

ګلبدین نایب وویل افغان اتلان, د نړيوال جام سياليو لپاره بشپړ چمتووالی لري. نایب زیاته کړه دی پر ځان ډاډه دی ځکه د ده په وینا مشران لکه اضغر او د نبي په شان لوبغاړي یې ملتیا کوي.

د نایب په وینا په راروان نړیوال کپ کې به افغانستان ته ښې لاسته راوړنې ولري.

د افغانستان ملي لوبډله د نړېوال کپ د سیالیو مخکې سکاټلیند  او ایرلینډ څلور پنځوس اوریزې لوبې لري.

نړیوال جام ته د افغانستان لوبډله څو ورځې مخکې اعلان شوه، چې په لاندې ډوله ده.

ګلبدین نایب، شهزاد محمدي ویکټ ساتونکی، نورعلي ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، سمیع الله شینواری، محمد نبي، راشدخان ارمان، دولت ځدراڼ، افتاب عالم، حمید حسن او مجیب ځدراڼ" شامل دي.

درې لوبغاړي اکرام علي خېل، کریم جنت او سعید شېرزاد د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

د نړېوال جام سیالۍ د روانې زېږدیزې میاشتې په پاې کې پیلیږي چې انګلستان او ویلز یې کوربه توب کوي.

د افغانستان لمړی لوبه د جون میاشتې په لمړی ورځ د اسټرالیا لوبډلې سره ده.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.