ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پلخمري برېښنا بند د ګټې اخيستنې په لومړۍ ورځ مات شو

د پلخمري برېښنا بند د ګټې اخيستنې په لومړۍ ورځ مات شو

author avatar
4 May 2019 - 14:33
د پلخمري برېښنا بند د ګټې اخيستنې په لومړۍ ورځ مات شو
author avatar
4 May 2019 - 14:33

پلخمری(پژواک، ۱۴غويى ۹۸) :  د بغلان ولايت د پلخمري برېښنا بند دروازې چې تازه رغول شوې وې، نن تر  پرانيستل کېدو وروسته يې يوه دروازه ماته شوه.

په پلخمري کې د افغان نساجي شرکت رييس غلام قادر چې د ياد بند مسووليت هم پر غاړه لري د غويي په ۱۴ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پلخمري برېښنا بند څلور واړه دروازې د يو بهرني شرکت له لوري يې د بيا رغولو چارې بشپړې شوې  او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

هغه زياته کړه، چې نن په لومړي ځل  د لږ اوبو په تم کولو د برېښنا بند يوه دروازه ماته شوه، که د بند ټوله سطحه له اوبو ډکه شي فکر نه کوي چې دغه تازه رغول شوی بند دې د اوبو تم کولو توان ولري.

غلام قادر وايي چې د بند پر نورو تخينکي برخو نه غواړي خبرې وکړي، ځکه ځواب ورکوونکي قراردادي او داوبواوبرېښنا وزارت استازي دي چې بايد په اړه يې ځواب ووايي .

د بغلان ولايت د ډنډ غوري سيمې  کروند ګر وايي چې  پرڅلويښت زره جريبه ځمکه يې کرنه شوې که تر راتلونکو دوه ورځو دروازې بېرته ونه تړل شي  له کرل شويو تخمونو لاس وينځي او پړه به يې پر اړوندو حکومتي ادارو وي .

د يادې سيمې اوسېدونکي مير حسن پژواک اژانس ته وويل چې د همدې بند رغولو له امله  يې درې مياشتې کېږي چې پرځمکو يې اوبه بندې وې، نن  د يو ساعت اوبو رسېدو وروسته بند مات شو .

د هغه په وينا، که بند ژر بېرته ونه رغول شي  سږ نۍ کرل شوې کروندې به يې له منځه ولاړې شي .

خو د اوبو اوبرېښنا وزارت استازی  او د پلخمري برېښنا بند بيا رغولو پروژې مدير حجت الله يوسفزی وايي چې د برېښنا بند دروازې سمې نه وې تړل شوې دکروندګرو د زيات ټينګار لپاره چې نن يې ځمکو ته اوبه ورشي  په بند کې  اوبه تم کړې چې له امله يې  يوه دروازه بېځايه شوې .

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د بېرته تړلو کار يې روان دی، تر يوې بلې ورځې به  بشپړ او کروندګرو ته اوبه خوشې کړي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.