ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني او کاپيسا کې وسله والو، عامو وګړو اوسرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني او کاپيسا کې وسله والو، عامو وګړو اوسرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
4 May 2019 - 14:19
غزني او کاپيسا کې وسله والو، عامو وګړو اوسرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
4 May 2019 - 14:19

غزني ، محمود راقي (پژواک، ١٤ غويى ٩٨): د غزني او کاپيسا ولايتونو په بېلا بېلو عملياتو او نښتو کې وسله والو مخالفينو، عامو وګړو او سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره شپه د غزني ولايت په اندړو، ده يک او زنخان ولسوالیو کې دافغان او بهرنیو ځواکونو هوايي او ځمکني عمليات ترسره شوي چې په ترڅ کې يې وسله والو مخالفينو او ملکي وګړو ته مرګ ژبله اوښتې ده.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غويي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اندړو ولسوالۍ د ابراهیم زو او نیازکلا په سیمو کې پر وسله والوطالبانو بریدونه شوي چې په ترڅ کې يې ١٥ وسله وال وژل شوي دي.

د نوري په وينا، په ياده سیمه کې پر يو کور کې د هاوان مرمۍ هم لګېدلې چې په ترڅ کې يې پنځه  ملکي کسان وژلي شوي دي.

هغه زياتوي، د ده يک ولسوالۍ په تاسن او رامک سیمو کې هم هوايې بریدونه شوي چې په ترڅ کې يې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او همدا راز د غزني زنخان ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم  دوه طالبان وژل شوي او درې نور يې ژوندي نیول شوي دي.

بلخوا د ده یک او اندړو ولسوالۍ اوسېدونکو بيا اعتراض کړی چې په دغو بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ ملکي کسان وژل شوي دي.

د ده یک ولسوالۍ د بینځو سيمې اوسېدونکی روح الله وايي چې بېګا شپه بهرنيو او کورنيو ځواکونو عملیات کړي چې د نورو تلفاتو ترڅنګ يې ملکي خلک هم وژلي دي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې په دغو عملياتو کې ١١ ملکي وګړي وژل شوي او درې تنه يې له ځانه سره وړي دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.