جلال اباد (پژواک ۱۴ غويی ۹۸): ننګرهار کې د سولې راتلو په هيله شاعرانو د سولې مشاعره وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې نور په هيواد کې د جګړې ځای سوله ونيسي.
دوی دغه راز له وسله والو هم وغوښتل، چې د پرديو له يرغمل او شومو اهدافو د خلاصېدو په موخه دې له جګړې لاس په سر شي.
مشاعره نن د غويي په ۱۴مه جلال اباد ښار کې جوړه شوې وه او ګډونوالو شاعرانو په کې سولې ته ليکل شوي خپل شعرونه د مشاعرې ګډوانو ته وړاندې کړل.
د مشاعرې تنظموونکي عزيز خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، له دغې مشاعرې يې موخه د شعر په ژبه وسله والو ته د سولې پيغام رسول دي.
دی وايي، شاعران په طرفه خلک دي نو ځکه يې د دوی له لارې پر وسله والو د سولې غږ وکړ.
د مشاعرې ګډونوال شاعر ظاهر عادل وويل ، د شعر ژبه هغه څه دي چې له کاڼي کلک زړه هم نرمولی شي؛ نو ځکه خو نن شاعرانو د شعر په ژبه له وسله والو سوله وغوښته.
د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکی غلام الله چې دغې مشاعرې ته راغلی و، وايي، دا ډول شعرونه خلکو کې د جګړې مينه ختموي او سولې سره مينه پيدا کوي.
د يادولو وړ ده چې مشاعره کې لسګونه شاعرونه خپل شعرونه ولوستل چې د مشاعرې د ګډونوالو له لورې په چکچکو بدرګه شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن