اسعد اباد (پژواک، ١٤ غويى ٩٨): په کونړ ولايت کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله د يوې کورنۍ پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ د والي مرستيال ډاکټر ګل محمد بيدار د غويي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېر مازيګر د ناړۍ ولسوالۍ د ساوخوړ سيمه کې رامنځ ته شوې وه.
هغه زياته کړه، په ياده سيمه کې ماشومانو د هاوان پر يوې زړې مرمۍ لوبې کولې، ناڅاپه پرې چاودېدلې چې له امله يې يو ١٢ کلن ماشوم وژل شوى او ٤ نور ټپيان دي.
بيدار وايي، ټپیان د کونړ ولایتي روغتون ته وړل شوي چې د يوه تن ټپونه ژور وو او د درملنې لپاره ننګرهار ته لېږدول شوى دى.
د هغه په وينا، ټول ټپيان د يوې کورنۍ غړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن