ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تادين خان: نور د وسله والو طالبانو پر وړاندې له زغمه کار نه اخلو

تادين خان: نور د وسله والو طالبانو پر وړاندې له زغمه کار نه اخلو

author avatar
4 May 2019 - 11:11
تادين خان: نور د وسله والو طالبانو پر وړاندې له زغمه کار نه اخلو
author avatar
4 May 2019 - 11:11

کندهار (پژواک، ۱۴ غویی ۹۸): د کندهار امنيه قوماندان وايي، امنیتي ځواکونو ته يې امر کړی چې د وسله والو پر وړاندې به له هیڅ راز زغم او رحم څخه کار نه اخلي.

په کابل کې د سولې لويې مشورتي جرګې پرون ولسمشر غني ته وړانديز وکړ، چې  د روژې په مبارکه مياشت کې دې اوربند وکړي، ولسمشر هم د جرګې په وړانديز اعلان وکړ چې که طالبان يې ومني، دى هم اور بند ته حاضر دى.

خو وسله والو طالبانو تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو په ځواب کې اوربند رد او پر جګړې یې ټینګار وکړ.

تورنجنرال تادین خان نن د غويی په ۱۴مه له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، تر دې مهاله یې د وسله والو پر وړاندې له زغم او حوصلې کار اخیستی، خو نور د هغوی پر وړاندې له زغمه کار  نه اخلي .

دی وايي: ((سرتېرو ته مې امر کړی، هر ځای چې له وسله والو سره مخ کېږي له منځه دې یې یوسي، موږ د هغوی پر وړاندې ډېر ګذشت وکړ، هغوی نور د زغم وړ نه دي او هیڅ ترحم نه پرې کېږي.))

د امنیه قوماندان دغه څرګندونې د وسله والو طالبانو هغې اعلامیې ته ځواب دی چې تېره ورځ یې خپره کړه او د روژې په میاشت کې یې د اوربند پر ځای د خپلو بریدونو د زیاتوالي خبر ورکړی وو.

هغه زیاته کړه، وسله وال طالبان ظاهراً خپله ډله قوي بولي، خو په اصل کې له ماتې سره مخ دی.

د ده په خبره، همدا اوس د کندهار په ۶ ولسوالیو شاولیکوټ، میانشین، میوند، معروف، ارغستان او ښورابک کې یې د پولیسو او ځانګړو قطعاتو له لوري عملیات پیل کړي او مخالفین يې اړ کړي، چې خپل مرکزونه پرېږدي او د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته وتښتي.

ده وویل، وسله والو پلان درلود چې په پسرلي کې کندهار ناامنه کړي او دلته وحشت خپور کړي خو دوی یې وار له مخه پر وړاندې عملیات وکړل او د هغوی د دې کار مخنیوی یې وکړ.

ده یادونه وکړه چې په دغو عملیاتو کې د وسله والو سلګونه کسان وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.