ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ديني عالمان: طالبان  دې د روژې په مياشت کې اوربند وکړي

ديني عالمان: طالبان دې د روژې په مياشت کې اوربند وکړي

author avatar
4 May 2019 - 17:21
ديني عالمان: طالبان  دې د روژې په مياشت کې اوربند وکړي
author avatar
4 May 2019 - 17:21

جلال اباد (پژواک، ۱۴ غويی ۹۸): د ننګرهار ديني عالمانو پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د روژې مياشتې د عظمت په خاطر  دې په دغه مياشت کې له جګړو لاس په سر او اوربند وکړي.

دوی دغه راز د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د لويې مشورتي جرګې په وروستۍ ورځ د حکومت له لوري طالبانو سره اوربند ته د چمتوالي هر کلی هم وکړ او د لويې مشورتي جرګې ملاتړ يې هم اعلان کړ.

ديني عالمانو د غويي په ۱۴مه د ننګرهار رسنيو دفتر کې د کنفرانس پرمهال دا څرګندونې وکړې او دغه راز يې پر حکومت او وسله والو طالبانو د سولې بين الافغاني مذاکراتو د پيل غږ هم وکړ.

ديني عالم او د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي محمد داوود مجاهد په خپلو خبرو کې د لويې مشورتي جرګې پرېکړو هر کلی وکړ او له ښکېلو خواو يې غوښتنه وکړه، چې د روژې په مبارکه مياشت کې له تاوتريخوالي لاس واخلي، دواړه خواوې اوربند وکړي او تلپاتې سوله رامنځته کړي.

نوموړي د ولسمشر محمد اشرف غني د هغې پرېکړې هم هرکلی وکړ، چې له مخې به يې ۱۷۵ طالب بنديان له زندان څخه ازاديږي او له طالبانو يې د ورته عمل غوښتنه وکړه.

دغه راز ديني عالم او د ننګرهار د علماو شورا رييس مولوي حميد الله وويل، اسلام د سولې او روغې دين دی او په روژه کې خو اسلام له هر راز هغو کارونو منع کړې چې مسلمان او روژه نيوونکي ته په کې ضرر رسېږي.

هغه وايي، په همدې بنسټ له وسله والو طالبانو غواړي چې اسلامي شريعت او اصولو ته غاړه کېږدي او روژه کې له جګړو لاس په سر شي.

يادو ديني عالمانو د رسنيو پر مسوولينو هم غږ وکړ چې د روژې مبارکې مياشت کې له هر ډول مبتذله فلمونو، سريالانونو او برنامو خپرولو څخه ډډه وکړي.

د دوی له ډلې مولوي شريف الله رحماني غوښتنه وکړه، چې رسنۍ دې د خپلو خپرونو ورځنی پيل د قرانکريم په تلاوت سره کوي او د پنځه وخته لمانځه اذانونه، خطبې، د تفسير درسونه او نور ديني برنامې دې خپرې کړي.

په دغه کنفرانس کې ديني علمانو له شتمنو خلکو غوښتنه وکړه، چې روژې مبارکې مياشت کې د يتيمو، بېوزله او غريبو خلکو لاسنيوی وکړي او ټولې هغه مرستې دې ور سره تر سره کړي، چې د روژې مبارکه مياشت کې لازمې دي او ورته خلک اړتيا لري.

دوی په وروستيو کې د شپږو ديني عالمانو وژنه وغندله او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه، چې د ديني عالمانو قاتلين ونيسي او د قانون له مخې ور سره کړنه تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو په روژه کې له حکومت سره اوربند رد کړی او يادونه يې کړې چې په دغه مياشت کې جګړه لا ډير ثواب لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.