ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ايران او پاکستان د لاسوهنو مخنيوى په کار دى”

“د ايران او پاکستان د لاسوهنو مخنيوى په کار دى”

author avatar
4 May 2019 - 16:34
“د ايران او پاکستان د لاسوهنو مخنيوى په کار دى”
author avatar
4 May 2019 - 16:34

مزارشريف ( پژواک، ۱٤ غويى ۹۸) : د بلخ ولايت يو شمېر اوسېدونکي، د مدني ټولنو غړي او د ښځو د حقونو فعالان وايي چې افغانستان دې په نړيواله کچه په دغه هېواد کې د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول د ايران او پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي لپاره لاس په کار شي.

دوی چې د غويي په ۱۴مه، مزارشريف ښار کې راټول شوی وو، همدا راز يې غوښتنه وکړه چې د سولې مذاکراتو پروسه کې دې ګاونډيو هېوادونو ته د مغرضانه مداخلې حق نه  ورکول کېږي.

شمال زون کې د خط نو څېړنيز بنسټ مشر عبدالقادر مصباح پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دمګړۍ افغانستان د ګاونډيو هېوادونو، سيمه ييزو ملکونو او نړيوالو قدرتونو د مداخلې او رقابت ګرم بازار ګرځېدلی دی.

هغه زياته کړه، له شاوخوا نيمې پېړۍ راهيسې افغانستان کې سياسي وضعيت ګډوډ دی؛ نو په خبره يې چې له همدې حالت څخه په استفادې ډېری هېوادونه غواړي، دغه هېواد کې خپلې منافع تعقيب کړي.

د مصباح په خبره، افغانستان له تېرو څو لسيزو راهيسې د نړيوالو زبرځواکونو د وسلو په لابراتوار بدل شوی او د نړۍ قدرتمندو هېوادونو دغلته د خپلو ګټو په خاطر پانګونه کړې او لا هم دوام ورکوي.

د خط نو بنسټ مشر همدا راز وايي، د افغانستان بهرنی سياست لا هم له جدي ضعف سره مخ دی او په خبره يې يو شمېر ګاونډي هېوادونه د فرهنګي تهاجم له لارې افغانستان کې خپلې موخې تعقيبوي.

نوموړی زياتوي،افغانستان کې د جګړو، بدبختيو او فقر له امله بهرني هېوادونه په اسانۍ کولای شي، چې سربازګيري وکړي او خپلو لاسوهنو ته لاره هواره کړي.

د مصباح په وينا، افغانستان کې ډېری مذهبي تاوتريخوالی، سياسي جنجالونه او قومي تعصبات بهرنۍ ريښې لري او يو شمېر کړۍ د بهرنيو هېوادونو په اشاره عملا دې برخه کې د تشنج رامنځته کېدو لپاره فعاليتونه کوي.

هغه وايي، افغان حکومت بايد نور د بهرنيو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان او ايران لاسوهنو ته لاس تر زنې پاتې نه شي؛ بلکې د هغه په خبره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لارې دې پر دغو هېوادونو فشار وارد کړي.

نوموړی زياتوي، چې افغانستان بايد له خپلو نړيوالو متحدينو سره په تفاهم د هغو لاسوهنو مخه ونيسي، چې له امله يې حکومت او افغان ولس ته زيان اوړي.

د بلخ د مدني ټولنو د اتحاديې غړي مير رويين انصاري پژواک ته وويل چې نننۍ ناسته يې افغانستان کې د بهرنيو هېوادونو د لاسوهنو او د هغو د ناوړه اغېزو په تړاو جوړه کړې ده.

انصاري زياتوي، افغانستان کې د بهرنيو هېوادونو او په ځانګړي ډول د يو شمېر ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنو له امله اقتصادي، سياسي او ټولنيز حالت ترينګلی شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.