پل علم (پژواک، ١٤ غويى ٩٨) : وسله والو طالبانو د لوګر ولايت د محمد اغې ولسوالۍ اجراييه مدير وواژه.
د محمداغې ولسوال نور محمد عبيدي د غويي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسوالۍ اجراييه مدير عبدالواسع حکيمي نن سهار له خپل کور څخه دندې ته روان و، چې د شيخ کلا په سيمه کې د وسله والو له لوري يې پر موټر ډزې شوې او ځاى پر ځاى وژل شوى دى.
هغه زياته کړه چې نوموړي له تېرو ١٤ کلونو راهيسې په دغې ولسوالۍ کې د اجراييه مدير په توګه دنده ترسره کوله.
عبيدي وويل، پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړي او د عاملينو د نيولو هڅې يې روانې دي .
د سميع الله په نامه يو عيني شاهد پژواک ته وويل چې وسله والو پر يو سور رنګه سراچه موټر ډزې کړې او په کې ناست کس يې وژلى دى.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن