د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پلخمري برېښنا بند د ګټې اخيستنې په لومړۍ ورځ مات شو

د پلخمري برېښنا بند د ګټې اخيستنې په لومړۍ ورځ مات شو

May 04, 2019 - 14:33

پلخمری(پژواک، ۱۴غويى ۹۸) :  د بغلان ولايت د پلخمري برېښنا بند دروازې چې تازه رغول شوې وې، نن تر  پرانيستل کېدو وروسته يې يوه دروازه ماته شوه.

په پلخمري کې د افغان نساجي شرکت رييس غلام قادر چې د ياد بند مسووليت هم پر غاړه لري د غويي په ۱۴ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پلخمري برېښنا بند څلور واړه دروازې د يو بهرني شرکت له لوري يې د بيا رغولو چارې بشپړې شوې  او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

هغه زياته کړه، چې نن په لومړي ځل  د لږ اوبو په تم کولو د برېښنا بند يوه دروازه ماته شوه، که د بند ټوله سطحه له اوبو ډکه شي فکر نه کوي چې دغه تازه رغول شوی بند دې د اوبو تم کولو توان ولري.

غلام قادر وايي چې د بند پر نورو تخينکي برخو نه غواړي خبرې وکړي، ځکه ځواب ورکوونکي قراردادي او داوبواوبرېښنا وزارت استازي دي چې بايد په اړه يې ځواب ووايي .

د بغلان ولايت د ډنډ غوري سيمې  کروند ګر وايي چې  پرڅلويښت زره جريبه ځمکه يې کرنه شوې که تر راتلونکو دوه ورځو دروازې بېرته ونه تړل شي  له کرل شويو تخمونو لاس وينځي او پړه به يې پر اړوندو حکومتي ادارو وي .

د يادې سيمې اوسېدونکي مير حسن پژواک اژانس ته وويل چې د همدې بند رغولو له امله  يې درې مياشتې کېږي چې پرځمکو يې اوبه بندې وې، نن  د يو ساعت اوبو رسېدو وروسته بند مات شو .

د هغه په وينا، که بند ژر بېرته ونه رغول شي  سږ نۍ کرل شوې کروندې به يې له منځه ولاړې شي .

خو د اوبو اوبرېښنا وزارت استازی  او د پلخمري برېښنا بند بيا رغولو پروژې مدير حجت الله يوسفزی وايي چې د برېښنا بند دروازې سمې نه وې تړل شوې دکروندګرو د زيات ټينګار لپاره چې نن يې ځمکو ته اوبه ورشي  په بند کې  اوبه تم کړې چې له امله يې  يوه دروازه بېځايه شوې .

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د بېرته تړلو کار يې روان دی، تر يوې بلې ورځې به  بشپړ او کروندګرو ته اوبه خوشې کړي .

د پلخمري برېښنا بند دروازو د بيا جوړولو کار مسووليت د (ترومونتاژ ) په نوم تاجکي کمپنۍ پرغاړه دی 

پلخمري کې د ياد شرکت استازي محمود کشوراوف  دپروژې په پيل کې  پراساسي ډول ددروازو جوړولو ژمنه کړې وه خو نن يې  پژواک سره له خبروکولو  ډډه وکړه .

ددغه بند بيارغولو چارې  يو کال وړاندې د اوبو او برېښنا وزارت  له خوا ياد تاجکي شرکت ته د ۲،۹ ميليونه ډالروپه  لګښت په  قرارداد ورکړل شوې وې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement