د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غزني او کاپيسا کې وسله والو، عامو وګړو اوسرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني او کاپيسا کې وسله والو، عامو وګړو اوسرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

May 04, 2019 - 14:19

غزني ، محمود راقي (پژواک، ١٤ غويى ٩٨): د غزني او کاپيسا ولايتونو په بېلا بېلو عملياتو او نښتو کې وسله والو مخالفينو، عامو وګړو او سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره شپه د غزني ولايت په اندړو، ده يک او زنخان ولسوالیو کې دافغان او بهرنیو ځواکونو هوايي او ځمکني عمليات ترسره شوي چې په ترڅ کې يې وسله والو مخالفينو او ملکي وګړو ته مرګ ژبله اوښتې ده.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غويي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اندړو ولسوالۍ د ابراهیم زو او نیازکلا په سیمو کې پر وسله والوطالبانو بریدونه شوي چې په ترڅ کې يې ١٥ وسله وال وژل شوي دي.

د نوري په وينا، په ياده سیمه کې پر يو کور کې د هاوان مرمۍ هم لګېدلې چې په ترڅ کې يې پنځه  ملکي کسان وژلي شوي دي.

هغه زياتوي، د ده يک ولسوالۍ په تاسن او رامک سیمو کې هم هوايې بریدونه شوي چې په ترڅ کې يې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او همدا راز د غزني زنخان ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم  دوه طالبان وژل شوي او درې نور يې ژوندي نیول شوي دي.

بلخوا د ده یک او اندړو ولسوالۍ اوسېدونکو بيا اعتراض کړی چې په دغو بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ ملکي کسان وژل شوي دي.

د ده یک ولسوالۍ د بینځو سيمې اوسېدونکی روح الله وايي چې بېګا شپه بهرنيو او کورنيو ځواکونو عملیات کړي چې د نورو تلفاتو ترڅنګ يې ملکي خلک هم وژلي دي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې په دغو عملياتو کې ١١ ملکي وګړي وژل شوي او درې تنه يې له ځانه سره وړي دي.

 

د يو بل خبر له مخې، په کاپيسا ولايت کې هم د عملياتو او نښتو پر مهال وسله والو مخالفينو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالشايق کوهستاني پژواک ته وويل چې وسله والو تېره شپه د تګاب په سوېل کې د پاڅون کوونکو پر پوستو برید کړى و چې په ترڅ کې يې درې سيمه ييز پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ملي اردو دوه سرتېري هم وژل شوي.

د هغه په وينا، په دغو نښتو کې وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو شمېره يې نه ده معلومه.

بل خوا د خيرالله په نوم د تګاب اوسېدونکی وايي چې اوسمهال هوا ګرمه شوې، یو شمېر وسله وال له پاکستان څخه سيمې ته راغلي او هڅه کوي چې له امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړي.

بلخوا د امنيه قوماندانۍ وايي چې په نجراب ولسوالۍ کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي چې د تخار ولايت اوسېدونکي وو.

وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking