ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بادغيس کې يو ماشوم او اته دولتي سرتېري وژل شوي

په بادغيس کې يو ماشوم او اته دولتي سرتېري وژل شوي

author avatar
4 May 2019 - 19:00
په بادغيس کې يو ماشوم او اته دولتي سرتېري وژل شوي
author avatar
4 May 2019 - 19:00

قلعه نو (پژواک، ١٤ غویی ٩٨): د بادغيس سیمه ییزې سرچینې وايي، تېره شپه د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې اووه پولیس، یو ماشوم او یو سیمه ییز پاڅون کوونکی وژل شوي دي.

خو د دغه ولایت مسوولین بیا د دوو پولیسو وژل کېدل مني او وايي، په دې نښته کې څلور طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د قادس ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي محمدشاه پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه ۱۱ بجې د ملي پولیسو پر پوستو برید وکړ او د سهار تر څلورو بجو د دواړو لوریو تر منځ جګړه روانه وه.

د ده په خبره، په دې نښته کې اووه پولیس، یو ماشوم او یو ولسي پاڅون کوونکی وژل شوي او دوه پولیس ټپیان دي.

 د یادې ولسوالۍ د قادس کوچک سیمې اوسېدونکي نورالدین هم د محمد شاه خبرې تایید کړې.

خو د بادغيس د والي مرستیال فیض محمد میرزا زاده په دې نښته کې د دوو پولیسو وژل کېدل تایید کړل او ویې ویل، په یاده نښته کې څلور طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.