د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کونړ کې چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

کونړ کې چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

May 04, 2019 - 16:51

اسعد اباد (پژواک، ١٤ غويى ٩٨): په کونړ ولايت کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله د يوې کورنۍ پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ د والي مرستيال ډاکټر ګل محمد بيدار د غويي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دا پېښه تېر مازيګر  د  ناړۍ ولسوالۍ د ساوخوړ سيمه کې رامنځ ته شوې  وه.

هغه زياته کړه، په ياده سيمه کې ماشومانو د هاوان پر يوې زړې مرمۍ لوبې کولې، ناڅاپه پرې چاودېدلې چې له امله يې يو ١٢ کلن ماشوم وژل شوى او ٤ نور ټپيان دي.

بيدار وايي، ټپیان د کونړ ولایتي روغتون ته وړل شوي چې د يوه تن ټپونه ژور وو او د درملنې لپاره ننګرهار ته لېږدول شوى دى.

د هغه په وينا، ټول ټپيان د يوې کورنۍ غړي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement