ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال سادات: له فراه سره د امنيت په برخه کې لوی ظلم شوى

جنرال سادات: له فراه سره د امنيت په برخه کې لوی ظلم شوى

author avatar
5 May 2019 - 15:05
جنرال سادات: له فراه سره د امنيت په برخه کې لوی ظلم شوى
author avatar
5 May 2019 - 15:05

کابل (پژواک، ١٥ غويى ٩٨): د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال وايي چې د فراه ولايت له خلکو سره د امنيت په برخه کې ستر ظلم شوى دى.

د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال خوشال سادات دغه څرګندونې فراه ولايت ته د سفر پر مهال کړې دي.

هغه ويلي چې له لوړپوړي امنيتي پلاوي سره يې دغه ولايت ته سفر کړى، څو هغلته له نږدې ټول امنيتي ځواکونه وویني او د امنيتي چارو ارزونه وکړي.

جنرال سادات زياته کړې: ((له بده مرغه په تېرو څو کلونو کې له فراه ولايت سره د امنيت په برخه کې ستر ظلم شوى دى؛ د دغه ولايت د امنيتي چارو په رهبريت کې ډېرې ستونزې وې او اوس دوى هڅه کوي چې دا ستونزې هوارې کړي.))

د نوموړي په و ينا، په همدې موخه د فراه ولايت لپاره نوى امنيه قوماندان ټاکل شوى او د دغه سفر په جریان کې به یې معرفي کړي.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وايي چې د دغه ولايت خلکو او امنيتي ځواکونو لپاره يې ښه زېرى راوړى او ډېر ژر به یې په امنيتي وضعيت کې ښه والى راشي.

ده وويل چې امنيتي ځواکونو ته به ټول حقوق او امتيازات پر وخت ورکړل شي او په راتلونکي کې به دوى له کومې ستونزې سره مخ نه شي.

جنرال سادات زياتوي، طالبانو د پسرلنيو عملياتو په پيلولو سره وښوده چې هغوى له ولس سره دښمني لري؛ ځکه چې د هغوى په عملياتو کې ډېرى ملکي وګړي ځپل کېږي.

خو هغه په ډاګه کړه چې د هېواد امنيتي دفاعي ځواکونه بيا په هر حالت کې له ولس سره دي او په تېرو سېلابونو او بارانونو کې يې په فراه، هرات، هلمند او کندهار ولايتونو کې له سېلاب سره يې هر ډول مرستې وکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.